اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي)د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي افغان دولت د پولې هغه غاړې څخه د پاكستان په ضد كاروائۍ تسليم كړي او وائې دغه زمونږ د وس نه بهر دي۔ افغان دولت سره د اړيكو خوښي په خپل ځائ خو ترهه ګرو له به په هر ځائ ځواب وركوٶ۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ده ميډيا ته ووئيل افغانان زمونږ وروڼه دي او ھغوي سره مونږ خپلولې لرو ٬ حكومت به دوي سره د روغې جوړې پاليسي راوانه ساتي۔ وفاقي وزیر خواجه اصف ووئېل افغان دولت د پولې هغه غاړې څخه د پاكستان په ضد د كاروائيو اعتراف كړے چې د افغان پولې هغه غاړي څخه د پاكستان په ضد كاروائۍ زمونږ د وس او اطلاع نه بهر دي٬ دا خلق څوك دي ٬ پاكستان به د دې ترهه ګرو په ضد كاروائۍ روانې ساتي او چرته چې وي د هغوي ژالې به ړنګولې شي۔ ده ووئيل افغانستان اي سي او کنفرنس كښې رسمي ګډون كړې او د دې عمل نه دا واضح كېږي چې ھغوي د هند ګډاګي دي۔ده ووئيل زمونږ لوېديزې پولې هم غېر محفوظه شوې او په ختيزه پوله د وړاندې نه هند ناست دے خو پاكستان د خپلې دفاع بشپړ صلاحيت لري او افغانستان د پاكستان جورېدونه نه ډېر موده پس د پاكستان وجود تسلم كړې ٶه۔ ده ووئيل پاكستان د افغان كډوالو مرسته او د لكهونو په شمېره كډوالو له پناه وركړې او مونږ كله هم افغانستان لپاره منفي رويه نه ده لرلې۔ ده ووئيل افغان حكومت خپل معاملات سمولو او بې بنسته بيانونو او تورونو لګولو پرېښودو ته اړتيا لري
افغان دولت د پولې هغه غارې څخه د پاكستان په ضد كاروائۍ تسليم كړي
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II