اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم وياند ډاکټر مصدق ملك وئيلي عمران خان عدالت كښې د بنی ګاله زمكې اخستو په اړه خپل دريځ بدلوي ۔ د شورو پھ ورځ بېل ټي وي چينلو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د عمران خان بنی ګاله زمكې كېس په اړه ټي وي سره مركه او عدالت كښې وركړې شوي بيان كښې تضاد دے۔ ده ووئيل عمران خان پخپله د آف شور کمپنۍ اعتراف کړې خو ټاكنو كښې د برخې اخستلو په وخت هغه ئې غیر اعلانیه ساتلې۔ ده ووئيل پاناما پیپرز پلټنو له حکومت د جے آئی ټی سره بشپړه مرسته كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) قیادت د آئین او قانون په سرلوړۍ باور لري او په دې لړ كښې به هيڅ ډول سمجھوته نه شي كولې ۔ وياند ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د نهال هاشمی د بیان سختۍ سره پھ وخت نوټس اخستے، هغه څخه د ډسپلن په خلاف ورزۍ د ګوند رکنیت اخستلې شوے٬ ده ووئيل شوکاز نوټس جاری کولو سره سناتوري هم بېرته اخستلې شوې، ځكه چې زمونږ قیادت د آئین او قانون په سرلوړۍ باور لري۔ ده ووئيل د تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان چا ته د ګوتې نيولو هيڅ حق نه لري، هغه د جاتی امرا په اړه غلط بياني كړې
عمران خان عدالت كښې د بنی ګاله زمكې اخستو په اړه خپل دريځ بدلوي
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری