اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان كائره وئيلي دي چې د شهيد بهټو بېرغ پورته كولو سره د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري نن په مېدا كښې دے، د هېواد د غريب، مزدور، كروندګر او د متوسط طبقې په ژوند كښې د بهترې خوب به پوره شي. د نهې په ورځ د جولائي په د هېواد د تاريخ د تورې ورځې په موقع په خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل چې د جولائي په 5مه نېټه كال 1977م كښې يو آمر يو منتخب حكومت ختم كړو او د پاكستان په رغونه او پرمختګ ئې تورتم جوړ كړو. د كال 1977م نه پس فاشټ اقدامات وكړے شول، جمهوريت خوښي كاركنان په زندانونو كښې واچول شول او بېلې بېل ډول اذيت رسوونكې سزاګانې وركړې شوې. ده ووئيل چې د پاكستان پيپلز ګوند جيالے په سختو حالاتو كښې د قائدعوام نظرياتو او فلسفې سره پاتې شوي دي. ده ووئيل چې د شهيد بهټو بېرغ پورته كولو سره د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري نن په مېدا كښې دے، د هېواد د غريب، مزدور، كروندګر او د متوسط طبقې په ژوند كښې د بهترې خوب به پوره شي. بلاول بهټو زرداري د بې نظير بهټو د دې خوب تعبير لپاره هڅې كوي
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان كائره د هېواد د تاريخ د تورې ورځې په موقع خاص پېغام
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں