اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي چې پاكستان د معاشي استحكام ترلاسه كولو نه پس د اقتصادي نم?? په پلو مخ په وړاندې روان دے٬ په دې لړ كښې د مالي شموليت سره سره د ټېكنالوجي استعمال ته پام كول به مرستياله وګرځي۔ ده د جمعې پھ ورځ د براډ بينډ سروسز د بلوچستان ??رې پرتو سيمو كښې وركولو په حقله په لوظ نامو د لاس ليك دستورې ته خطاب كولو۔د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمه وزير انوشه رحمان ??م په دې موقع موجود وه۔ په دستوره كښې د يو اېس اېف٬اېن ټي سي او يوفون ترمينځه په لوظ نامو لاس ليك وشو۔ د لوظ نامو ترمخه به د بلوچستان چاغي او خضدار پشمول لرې پرتو سيمو كښې د برآډ بينډ سروسز وركولې شي چې په نتيجه كښې به يې د دغه سيمو وګړو ته د تهري جي او فور جي پشمول د انټرنېټ آسانۍ پھ لاس ورشي۔ دې مقصد لپاره به ټېلي سنټرې جوړولې شي او په دې پروژه به 3 اربه 72 كروړه روپۍ لګښت راځي۔ د خزانې وزير په لوظ نامه كښې شاملو ډلو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې زمونږ د حكومت ر??ډ مېپ څرګند دے او حكومت د وګړو مالياتي خذماتو سره سره ټېكنالوجي سروسز ته د رسنې خوښي لري۔ د خزانې وزير ووئيل د نجي څانګې شاملولو نه غېر د پرمختګ اهداف ترلاسه كول ممكن نه دي۔ ده ووئيل د هېواد سباؤن روښانه دے او دې لپاره يو والي ته اړتيا ده
پاكستان د معاشي استحكام ترلاسه كولو نه پس د اقتصادي نمو په پلو مخ په وړاندې روان دے
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی