اسلام آباد ۔10 مارچ(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام (ب) لارښود مولانا فضل الرحمن وئيلي د ترهه ګرۍ د ناسور سزا بايد مذهب او فرقې له ورنكړې شي۔ قانون داسې پكار دے چې د ټول هېواد احاطه وكړې شي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسبملۍ كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل اسملۍ ته د پاكستان آرمي اېكټ موده لا پراخا كولو بل وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل دې كښې شك نشته چې د ډېرې مودې نه ګران هېواد ترهګرۍ سره مخ دے۔ د هېواد په هره سيمه كښې اولس ځان غېر محفوظ ګڼي۔ ده ووئيل دا د ټول اولس مسئله ده۔ ترهګر كوم مذهب يا قبيلې سره تعلق نه لري ولې د دې باوجود ترهګر مذهب سره تړلې شي۔ ده ووئېل دا تاثر د انصاف تر مخه نه دے۔ ده ووئيل د پاكستان هر مكتب فكر د يو نه زيات قراردادونه منظور كړي چې مونږ د پاكستان آئين ٬ جمهوريت او رياست سره ولاړ يو
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔