كراچي 24 جنوري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په ځايې او نړيواله كچه د پاكستان كلتوري او روايتي برانډز ته وده وركولو لپاره د تعليم څانګې٬د صنعت او ماركيټ ترمينځه د روابط په زياتولو زور راوړے۔صدر مملكت د ګل په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د پاكستان برانډ ودې په اړه د راجوړې كړې غونډې مشري كوله۔صدر مملكت ووئيل مونږ له خپلو د لاس جوړولو څيزونو ته په هره كچه ودې وركولو لپاره يو منظم انداز فكر خپلول او په ګډه كار كول پكار دي۔ده ووئيل په پاكستان كښې يو بشپړ كلتور او تهذيب شته كه چرې هغې ته په مناسب ډول وده وركړې شوه نو دا د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكې جوړېدې شي۔صدر ډاكټر عارف علوي ځايې برانډز لپاره د ځايې ماركيټونو قوي كولو سره د پاكستاني برانډز جوړولو په ضرورت زور راوړو او وې وئېل د پاكستان په لويو ښارونو كښې يو مستند جامع ډائرېكټري او ډسپلے سنټرې جوړولو سره بايد مونږ خپلو دستكارو ته دستاويزي شكل وركړو۔په غونډه كښې د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان سېكرټري او د پي اېچ اېم اے چيئرمېن٬د پي آر جي اېم اي اے چيئرمېن٬د پاكستان اپيرل فورم چيئرمېن٬د ملټي نېشنل ايكسپورټ بيورو سي اي او٬آئي بي پي سي٬د پاكستان كاټن فيشن اپيرل استازو او نورو ګډون كولو۔
د پاكستان كلتوري او روايتي برانډز ته وده وركولو لپاره د تعليم څانګې٬د صنعت او ماركيټ ترمينځه روابطو زياتولو ته ضرورت دے۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ