اسلام آباد۔ 19 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي آئین كښې د ادارو د حدونو او نظام ??ار تعين موجود دے۔ كومه اداره ځان ته ’’مقدس ګائے‘‘ وئيلې نه شي۔ هر اداره كه ځان غوره كړي او په بله زيات نظر نه ساتي نو هېواد 5 كالو كښې د 10 كلونو سفر كولې شي۔ د ووټ پرچي به ر??ي كاغذ جوړېدو له ورنكړو۔ پارلیمنټ د هېواد د 20 كروړه اولس نمائنده ايوان دے۔ د ووټ تقدس باوري كولو له به مونږ ټولو له په ګډه خپل كردار ترسره كول وي۔ د ایوان پرېكړو ته د پاكستاني اولس د اجتماعي شعور په نظر كتل پكار دي۔ پارلیمنټ ته د اولس د پرېكړې حق ترلاسه دے۔ مونږ بايد رېډ لائن څخه تېر نه شو۔ كوم چې نظام او جمهوريت لپاره ??طرناك ثابتېږي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د پاكستان جوړېدو 70 كاله شوي دي۔ مونږ ډو?? ډو?? حالات وليدل۔ مونږ دا هيله لرو چې د پاكستان نظام به جمهوري او ورورولۍ سره مخ په وړاندې ځي۔ زمونږ هغه مهال اميد پېدا شوې وو چې كله محترمه بېنظیر بھټو جدې ته نواز شریف سره ملاقات له ر??غلې وه۔ زه هغه ملاقات كښې موجود ووم۔ دا پرېكړه وشوه چې د جمهوريت عمل به ر??تلونكي ??خت كښې مفاهمت سره چلول وي۔ ده وئيل هېواد كښې داسې بقراط او سقراط هم شته كوم چې ماښام ??ه ټي وي ناستې سره وائي 342 غړي د قام ??رېكړې نه شي كولې۔ بيا ورځپاڼو كښې ليكلي شي چې مونږ ته داسې عالمان فاضلان پكار دي كوم چې د هېواد پرېكړې وكړي۔ ده ووئيل زمونږ د ګاونډي هېواد آبادي 100 كروړه ده۔ دغلته ټول پي اېچ ډي نه دي۔ راوړی دیوی اعلی وزير جوړېږي نو څوك پرې ټكونه كولې نه شي۔ مونږ د هند په مقابله كښې يو موټي وو ولې په 70 كاله كښې دوه ټكړې شؤ۔ ددې سوب هېواد كښې د آئين او جمهوريت پرله پسې نه پاتې كېدل دي۔ دا تاثر وركولې شي چې د اولس نمائندګان اهل نه دي۔ د پاکستان د آئين ترمخه د لوئے څښتن د حاكميت اعلی ترسېوري لاندې اولس ته د پرېكړې كولو حق ترلاسه دې۔ ده ووئيل زمونږ په انتظامي نظام ??ښې چې كومه خرابي ده هغه عدالتي نظام او معاشرتي نظام ??ښې خرابي ده۔ څوك ځان ته مقدس ګائے وئيلې نه شي۔ هره ??داره كه ځان غوره كړي او په بله زيات نظر نه ساتي نو هېواد 5 كالو كښې د 10 كلونو سفر كولې شي۔ ده ووئيل مونږ ټولو ته معلومه ده چې په دې هېواد كښې پرمختګ او سي پېك د منځه وړلو له د دښمن هېواد ايجنسۍ شپه او ورځ كار كوي۔ كه مونل خپل هېواد د خپله لاسه عدم استحكام سره مخ كوؤ نو بيا دې مونږ سوچ وكړو چې مونږ چاله كار كوؤ۔ ده ووئيل د ټاكنو پړاؤ راروان دے دا د اوپن سرجري حېثيت لري۔ په دې مهال كه اولس يو موټې نه وي نو ډېر خطرناك صورتحال به ر??مخې ته شي۔ ده ووئيل د ادارو ترمينځھ د ټكر ګټه به د پاكستان دښمنانو ته ر??ي۔ ده ووئيل مونږ د بېلو نظرياتو نمائندګان يو۔ بېل خيالات لرل ددې ايوان ښكلا ده۔ ځكه مونږ له به په دې خبره پوهېدل وي چې جمهوريت كښې تضاد ددې زېور دے۔ مونږ له رېډ لائن څخه تېرېدل نه دي پكار كوم چې نظام او جمهوريت لپاره ??طرناك وي۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه د پاكستان پارلیمنټ او د ووټ تقدس د ردی کاغذ ټکړا جوړېدو ته ورنكړو او د دې تقدس باوري كړو
آئین كښې د ادارو د حدونو او نظام كار تعين موجود دے۔ كومه اداره ځان ته ’’مقدس ګائے‘‘ وئيلې نه شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر