اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداري ??ئي??ي دي چې معیشت به هله مضبوطېږي چې جمهوريت او پارلمان قوي وي ٬ د پي اے سي د چيئرمېن بدلولو په اړه (ن) ليګ سره خبره نه ده شوې٬ دوي ته په سوچ او پوهه سره د پرېكړې كولو مشوره وركوم۔ د پيپلز ګوند حكومت په سندھ كښې په غوره ډول ټېكسونه جم?? كوي٬ آئي اېم اېف سره د فنډز ترلاسه كولو ډيل دې پارلمان ته وړاندې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده و??ئي?? د خزانې وزير اخوا كړې شو ٬ د اېف بي آر ??و د مركزي بانك چيئرمېن بدل كړې شول ٬ اولس د دې پوښتنې حق لري چې دا پرېكړې څوك كوي۔ ده و??ئي?? زمونږ په دور كښې چې كله د اېف بي آر چيئرمېن بدل كړې شو نو عدالت مو??ږ ته د طريقه كار له مخې د چيئرمېن د ټاكنې احكامات جاري كړل٬ د اېف بی آر د چیئرمېن ټاكنې لپاره يوه تګلاره ده كه ھغه خپله نه كړې شي نو دا عمل غېر قانوني ګرځولې كېږي٬ دا ډول پېښو سره به معيشت كمزوري شي۔ ده و??ئي?? د 50 لكه كورونو وركولو لوظ دې واكداران سر ته ورسوي۔ ده و??ئي?? آئي اېم اېف سره مو??ږ هم ډيل كړې خو داسې ډيل مو نه دې كړې٬ د برېښنا او ګاز بېعه زياتولو سره په اولس بوج زياتېږي٬ كه د دې سلسلې لاره ونه نيولې شوه نو پيپلز ګوند به په پارلمان او بهر احتجاج كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئي?? مو??ږ يو ډول احتساب غواړو كه داسې ونه شي نو دا ب?? انتقامي كاروائي ګڼلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئي?? پيپلز ګوند احتساب قوانين نه مني ٬ دا د آمر پرېكړه وه ٬ مو??ږ دا دريځ لرو چې د آمريت له مخې ټول قوانين تور وي۔
معیشت به هله مضبوطېږي چې جمهوريت او پارلمان قوي وي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ