ملتان 09 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص مرستيال او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د شخړو حل لپاره مذاكرات غوره آپشن دے، زمونږ د مسئلو حل په جګړه كښې نه بلكې په خبرو كښې دے. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د مذهبونو د همغږۍ ودې په اړه يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د دستورې بنيادي موضوع د مذهبونو ترمېنځه همغږي په ځائ ساتل او د دې د ودې په طريقو خبرې وه. په دې موقع طاهر محمود اشرفي ووئيل چې ديني مدرسې د تعليم وزارت سره تړلې شي، لا هم د مدرسو د رجسټرېشن كار روان دے. ده د مري په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه او وګړو ته ئې خواست وكړو چې د حق رسېدليو عكسونه دې په سوشل مېډيا شريك نه كړل شي. ده ووئيل چې وزيراعظم د ذمه وارو په ګوته كولو سره د سزا وركولو وئيلي دي. ده په مري كښې په خدماتو پاك پوځ ته پېرزوينه وړاندې كړه. ده د خلقو خدمت لپاره د ديني مدرسو د انتظاميې لخوا د شويو اقداماتو ستائنه هم وكړه. حافظ طاهر محمود اشرفي په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د غونډې ستائنه وكړه. ده دا د حكومت او خارجه وزارت لويه كاميابي ورګرځوله ځكه چې ټول اسلامي امت د افغانستان په مسئله متحد دے.
د شخړو حل لپاره مذاكرات غوره آپشن دے، زمونږ د مسئلو حل په جګړه كښې نه بلكې په خبرو كښې دے. طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز