پيندۍ 23 فروري (اے پي پي) د بلوچستان هوشاب سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په اپرېشن كښې د مهم كمانډر پشمول لس ترهه ګر وژلې شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو د بلوچستان هوشاب سيمه كښې عمليات كړي ، د عملياتو په مهال 10 ترهه ګر وژلې شوي۔ آئي اېس پي آر له مخې وژلې شوو ترهه ګرو كښې يو مهم کمانډر ماسټر آصف عرف مکيش شامل دے، وژلے شوي ترهه ګر د تربت او پسني په اوسنيو پېښو كښې ككړ وو۔ د اپرېشن په مهال د ترهه ګرو څخه په لوئ مقدار كښې وسله هم برآمد شوې ۔د آئي اېس پي آر له مخې د ترهه ګرو او سهولت کارو تر خاتمې به اپرېشن روان وي۔ بلوچستان كښې د امن او پرمختګ عمل ته زيان رسولو اجازه به چا له هم ورنه كړې شي
مضمون کا ماخذ : کڑک