اسلام آباد 24 نومبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې پي ډي اېم مېډيا مېډيا او وېډيو وېډيو لوبه كوي، د اپوزيشن څخه رېل ګاډې تللې، عمران خان په بهر مېشته پاكستانيانو كښې مقبول دے، ابهينندن ته داسې ايوارډ ترلاسه شوے لكه څنګه چې اپوزيشن ترلاسه كړے، د هېواد دفاع ناقابل تسخير ده، هر يو تن پاك پوځ سره ولاړ دے. ده دا خبرې د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د نادرا په هېډكوارټرز كښې” د پاكستان آن لائن وېزه سسټم ” جديد تقاضو سره هم آهنګ كولو پرانستې په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. د دې څخه وړاندې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د جديد پاكستان آن لائن وېز سسټم پرانسته وكړه. دا سسټم په كال 2019م كښې د مارچ په مياشت كښې معرفي كړے شوے و. دستورې ته د نادرا چيئرمېن طارق ملك هم وېنا وكړه
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔