اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن كراچۍ كښې په اے آر وائي٬ سماء او نيوز ټي وي چېلنو بريد په سختو ټكو غندلې۔اولس مشر ووئيل چې په نجي ټي وي چېنلو بريد د صحافت په آزادۍ او په اظهار رائے بريد دے۔ ده ووئيل دا د صوبائي حكومت امن ناكه ماحول خرابولو هڅه ده۔ده ووئيل دا ډول پېښې به هېڅ كله ونه زغملې شي۔ ده ووئيل د ميډيا آزادي به باوري كولې شي۔اولس مشر ووئيل چې ميډيا سره تړون لرونكو كسانو ت?? به امنيت وركولې شي دغسې چې ھغوي خپل وظيفه په آزادۍ سره د ترسره كولو جوګه شي۔ اولس مشر ووئيل په دې پېښو كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي او چ?? ته به هم د دا ډول بريدونو كولو اجازه ورنه كړې شي۔
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر