اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا قبائلي سيمو په عار??ي توګه د بې كوره شويو كسانو د كورونو معاوضې ادا كولو عمل د فنډز نشتوالي لامله له تېرو 6 مياشتو ??نډ سره مخ دې۔ د بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې چارواكو د ګل په ورځ اے پي پي سره خاص خبرو كښې ووئيل چې دخېبر پختونخوا قبائلی ضلعو بې كوره شويو كسانو ته د آپرېشن ضرب عضب په نتيجه كښې د تباه شويو كورونو د معاوضې وركولو عمل د تېرو 6 مياشتو څخه د فنډز نشتوالي لامله ??نډ سره مخ پاتې شوې دې۔ چارواكو ووئيل چې وفاق ته د بې كوره كسانو د كورونو معاوضې وركولو په حقله خواست وركړې شوې دې ولې تر دې دمه د فنډز ترلاسه كېدل ??نډ سره مخ دي۔ د سوئيلي وزيرستان حاجي محمد جاوېد اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې زما د كورے سروے 6 مياشتې وړاندې شوې ده ولې تر دې دمه ماته معاوضه راكړې شوې نه ده او نه په دې اړه كوم معلومات راكولې شي۔ يوازې دا راته وئيلي شي چې انتظار كوه۔ ده وفاقي حكومخت ته خواست وكړو چې د قبائلي سيمو بې كوره شويو كسانو ته د معاوضې ادا كولو فنډز دې جاري كړې شي۔
آئي ډي پيز ته د كورونو معاوضې ادا كولو عمل د فنډز نشتوالي لامله له تېرو 6 مياشتو ځنډ سره مخ دے
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania