اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د اوبو او ب??ېښنا دوهم وزير عابد شېر علي وئيلي دي چې د نېشنل اېكشن پلان په مكمل توګه عملي كولو لپاره د صوبو مرسته ضروري ده٬ د ترهګرې په ضد جنګ په وروستي پړاؤ كښې دے٬ پاكستان تل د ترهګرې په ضد پاتې شوے۔ د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو ??ره په خبرو كښې ده ووئيل چې په هېواد كښې د ترهګرې په ضد امنيتي ځواكونو٬ قانون نافذ كوونكو ادارو او اولس لوئې قربانې وركړې دي٬ ترهګرې ??ره تر ټولو زيات د پاكستان اولس مخ شوے۔ ده ووئيل چې ترهګرې ته دې په څرګنده پاڼسې وركړې شي٬ په اېران كښې ترهګر د برېښنا ستنو ??ره راځړولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې بايد پوځي عدالتونو ته پراختيا وركړې شي چې دغسې ترهګرو ته سزاګانې وركړې شي
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس