اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د قازخستان سفير یرژان کستافین وئيلي دي چې د پاكستان او قازخستان ترمينځه دوه اړخيزه ت تجارت هر كال مستحكم او مضبوطېږي٬ په بېنكنګ سېكټر كښی د دوه اړخيزه اړيكو تندۍ سره پياوړې كېدو سره سره د دواړو ??ېوادونو ترمينځه په سائنسي او تعليمي برخو كښې همكاري هم سوا شوې ده او د قازخستان په پوهنتونونو كښې د پاكستاني زده كوؤنكو شمېره كښې زياتوالې د دې عكاسي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قازخستان يوم جمهوريه په موقعه اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده وو??يل دواړه هېوادونه د خپل منځه 30 كلنې په زړه پورې ملګرتيا ٬ امن او همغږۍ خوشحالۍ لمانځي۔ ده وو??يل د تېرو 30 كلونو په مهال دواړو ??ېوادونو د سياسي تړون ٬ تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور ??و د بشري خواخوږۍ مرستې په شمول په بېلو څانګو كښې نزدې اړيكې لا مضبوطې كړي دي۔ ده وو??يل د صنعتي پېداوار په څانګه كښې همكارۍ مثبت تقويت ترلاسه كړې دې۔ سفير د دې باور څرګندونه وكړه چې د قانون سازۍ په كچه دا ډول خبرې به د دواړو حكومتونو ترمينځه هغه چارې مخ په وړاندې بوځي په كومو چې غور ??وان دے۔ ده وو??يل په كال 2022 كښې د قازخستان صدر قاسم جومارټ توکایوف او د پاكستان پخواني وزيراعظم شهباز شریف ترمينځه پرلې پسې ملاقاتونو له د عزم پخلې وكړې شو چې ورسره دا اړيكې لا مضبوطې شوې دي۔ ده د بېلټ اېنډ روډ فورم 2023 په موقعه د قازخستان د صدر او د پاكستان د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ترمينځه په بيجنګ كښې د شوي ملاقات حواله هم وركړه۔ ده وو??يل دې نوې لوظنامې سره هيله ده چې دوه اړخيزه همكاري لا پياوړې شي۔ د قازخستان سفير وو??يل پاكستان سره ګڼ اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې قازخستان خاص خوښي لري۔ ده د ګرمۍ په موسم كښې د نېغ په نېغه پروازونو پېل كېدو له امله د دواړو ??ېوادونو ترمينځه د خبرو زياتېدونكې اهميت په ډاګه كړو۔ ده وو??يل د قازخستان اولس ته په خپل كلن خطاب كښې صدر قاسم جومارت توکائیوف پ?? سوئيلي آسيا كښې نزدې ګاونډي هېوادونو سره د مثبت اړيكو اهميت ښكاره كړې دې۔ په دې كښې شمالی۔جنوبی روټ سره د نړيوال ټرانسپورټ کورېډور پرمختګ هم شامل دے چې ورسره به قازخستان ته د كراچۍ او ګوادر بندر ځايونو د لارې بحيره عرب ته د رسېدو آساني ترلاسه شي۔ ده وو??يل هيله ده چې دا راهداري دوه اړخيزه پرمختګ لپاره يو سنګ ميل ثابت شي۔ سفیر وو??يل پاكستان او قازخستان په روانو نړيوالو سياسي چارو يو ډول دريځ لري۔ ده وو??يل د قازخستان او پاکستان ترمينځه په ګڼ اړخيزه فارمېټ كښې نزدې اړيكې په ځايې كولو سره به په یورېشین براعظم كښې د وسطی او جنوبی ایشیا پوزیشن او كردار ته تقويت ترلاسه شي۔
د قازخستان او پاكستان ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت ٬ سائنسي او تعليمي برخو كښې همكاري هر كال زياتولې شي٬ د قازخستان سفير اے پي پي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha