اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د ترهګرو او انتهاخوښو په ضد د اسلام د آفاقي تعليماتو په رڼا كښې ځوابي بيانيې لپاره ت??ليمي ادارې٬ علما او پوهان مهم كردار ترسره كولې شي۔ د سائنس او ټېكنالوجې د ريښتيني تعليم به بغېر كوم قوم پرمختګ نه شي كولې۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون د بورډ اف ټرسټيز 12مې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې د سائنس او ټېكنالوجې د ريښتيني تعليم به بغېر كوم قوم پرمختګ نه شي كولې۔ ده په دې لړ كښې په ت??ليمي ادارو كښې تحقيقي چارو ته د ودې وركولو هدايت وكړو چې دغسې د زده كوونكو عملي صلاحيتونه زيات كړے شي او د هغوي د ټولنې مشري وكړې شي۔ اولس مشر هدايت وكړو چې نړيوال اسلامي پوهنتون دې په شريكه ګټه د مېنځني ختيز او د مېنځنې اسيا پوهنتونونو سره مرسته زياته كړي او په نورو اسلامي هېوادونو كښې دې هم د دې پوهنتون څانګې جوړې كړې شي۔ اولس مشر د پوهنتون په انتظامي معاملو كښې د بورډ اف ټرسټيز اهميت په ډاګه كولو سره هدايت وكړو چې ب??يد د دې غونډې په خپل وخت وكړې شي۔ په عونډه كښې د تېرو پرېكِړو د عملي كېدو جاج واخستل شو۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په دې غونډه كښې شوې پرېكړې به مهمې ثابتې شي۔ اولس مشر د پوهنتون په معاملو كښې د بورډ د غړو دلچسپي وستائيله او وې وئيل چې هغوي دې د ادارې پرمختګ لپاره خپل كار جاري وساتي۔ د دې څخه وړاندې د پوهنتون رېكټر ډاكټر ??عص??م ياسين ??ي د پوهنتون د چارو په اړه راپور او لس كلن ستراتېژيكي پلان وړاندے كړو۔ په غونډه كښې پروچانسلر ډاكټر سلېمان ابن عبدالله ابا الخليل٬ د پوهنتون صدر ډاكټر احمد يوسف الدروېشن٬ رېكټر ډاكټر ??عص??م ياسين ??ي٬ د تعليم وفاقي سېكتر حسيب اختر٬ د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن ډاك??ر مختار احمد او نورو ګډون وكړو۔
د ترهګرو او انتهاخوښو په ضد د اسلام د آفاقي تعليماتو په رڼا كښې ځوابي بيانيې لپاره تعليمي ادارې٬ علما او پوهان مهم كردار ترسره كولې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں