اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د مسلمانانو ترمينځه يو والي له د علماﺀ كرامو او مشائخو كردار د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه مذهبي همغږۍ او منځني ختيځ لپارله د وزيراعظم خصوصي استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي سره خارجه وزارت كښې د خالي په ورځ ملاقات كښی وكړه۔ د ملاقات په جريان كښې د مسلمانانو ترمينځه په يو والي او د مذهبي همغږۍ په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل د مسلمانانو ترمينځه يو والي له د علماﺀ كرامو او مشائخو كردار د ستائنې وړ دے۔ ملاقات كښې مولانا طاهر محمود اشرفي د اسلامو فوبيا او د كركې رامخې ته كوؤنكې بيانيې زياتېدونكي رحجان په ضد په نړيواله كچه د يو مؤثره غږ په پورته كولو خارجه وزير ته مباركي وركړه۔
د مسلمانانو ترمينځه يو والي له د علماﺀ كرامو او مشائخو كردار د ستائنې وړ دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے