اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات سلاحكار شوكت ترين وئيلي دي د كورونا نه پس د پاكستان معيشت د 4 فيصده شرح په حساب پرمختګ كړے ، زمونږ معيشت د تل پاتي پرمختګ پلو روان دے، د ټولنې د بهترې پېټے به ټولو ته پورته كول وي. د اېس ډي پي آئي تر سيوري لاندې 24م پائيدار پرمختيائي كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د خزانې سلاحكار شوكت ترين د هېواد د معيشت په صورتحال او د حكومت په پالېسيو تفصيلي رڼا واچوله. ده ووئيل په پاكستان كښې په برآمدات او درآمدات كښې د ډېر فرق په وجه د روانو كهاتو خساره زياته ده. ده ووئيل زمونږ برآمدات د هېواد د مجموعي پېدوار 10 او درآمدات 25 فيصده دي. ده ووئيل برآمدات زياتولو لپاره به زرعي څانګې سره صنعتي چارو ته وده وركول وي. ده ووئيل د زرعي څانګې بهترې لپاره اقدامات كولې شي. ده ووئيل حكومت غواړي چې محصولات زيات شي چې دغسې قرض اخستلو ته ضرورت نه وي. ده ووئيل په رسد او نړيوال ماركيټ كښې د خوراك څښاك څيزونو درآمد په وجه درآمدات زيات شوي. ده ووئېل په نړيوال ماركيټ كښې د بنيادي څيزونو په بېعو كښې د كمي آغېز به په پاكستان هم وشي.
معيشت تل پاتي پرمختګ پلو روان دے، د ټولنې د بهترې پېټے به ټولو له پورته كول وي. د خزانې سلاحكار شوكت ترين د پائيدار پرمختګ كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب