اسلام آباد 04 اپرېل (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئېلي دي د پي ټي آئي لارښود عمران خان او د جهانګير ترين د ماليتي غبن٬د اثاثو پټولو او د ټېكس غلا پلټنو لپاره بائد د قامي اسمبلۍ سپيكر كمېټي جوړه كړي٬عمران خان په مخالفو مشرانو پرله پسې تورنه لګوي٬هغه تر 17 كالو خپل فليټ نه دې ډيكليئر كړې٬٬مونږ به د پي ټي آئي مشرانو بدعنوان?? اولس ته به ډاګه كوو ۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره يو ځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل د دستاويزي شواهدو نه معلومېږي چې عمران خان تور كاروبار د سپينولو سكيم د لارې خپلې اثاثې سپينې كړې ۔دانيال عزيز ووئيل عمران خان په كال 2000م كښې د غېر اعلان شوي آمدن ګشواره جمع كړی او د دې نه معلومېږي چې د آف شور كمپنۍ مالي تفصيلات يې نه دي وركړی۔ده ووئيل عمران خان دې قام ته د خپلو مالي معاملو په اړه د پوښتنو ځوابونه وركړي۔ دوي ووئېل هغه په قامي اسمبلۍ كښې بيان وركړی چې د لندن فلېټ يې خرڅ كړی او پېسې يې پاكستان ته راوړلې ۔په يو بل بيان كښې هغه وئېلي چې ما خپل كور د جمائما خان نه په قرض اخستې ؤ او د بني ګاله زمكه يې اخستې او بيا يې دا پېسې بېرته وركړی ۔ده ووئيل د پي ټي آئي وياند نعليم الحق له مخې عمران خان د حبيب بانك لمېټډ د لارې رقم منتقل كړی او د دستاويزات له مخې دا روپې د راشد علي خان په نوم سټي بانك ته منتقل ??وې۔ دوي ووئېل د بني ګاله زمكې اخستو په اړه عمران خان سره هېڅ مني ټرېل نشته۔ ۔پھ دې موقع د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل اولس د رايو د لارې خپل استازي ټاكي او حكومتونو ته اولس سره كړي لوظونه پوره كول وي۔ده ووئيل د وزيراعظم نواز شريف حكومت د ترهه ګر?? او توان پشان بحرانونو قابو موندلې۔سرمايه كارۍ ته يې وده وركړی او يو شمېر پروژې ئې ترسره كړې دي
د عمران خان او د جهانګير ترين ماليتي غبن٬د اثاثو پټولو او د ټېكس غلا پلټنو لپاره بائد د قامي اسمبلۍ سپيكر كمېټي جوړه كړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت