اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د ګرين پريزډينسي پروژې په نتيجه كښې به د قامي خزانې 72.5 ملين روپۍ بچت كړې شي٬د ماحولياتي مسئلو حل لپاره د بشپړه ګامونو پورته كولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د ګرين پريزډينسي او د آئي اېس او 50001 سرټيفيكېشن په اړه راجوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې سفارتكارو٬د ماحوليات پوهانو٬د سركاري او غېر سركاري تنظيمونو مشرانو هم ګډون وكړو۔صدر ووئيل په كال 2018م كښې د صدارت چوكۍ سنبهالولو نه پس ده په ايوان صدر كښې د برېښنا ضروريات په شمسي توان د منتقل كولو وژن وړاندې كړو او د بېلا بېلو ادارو په مرسته د 7 مياشتو په لنډه موده كښې دغه كار ترسره كړے شو۔دې مقصد لپاره په ايوان صدر كښې د يو مېګاواټ سولر سسټم ولګولې شو۔دغسې د ګرمۍ برداشت كولو پينټ هم په ودانۍ كښې استعمال كړے شو۔ ده ووئېل د دې اقدام په نتيجه كښې ايوان صدر د نړۍ وړومببنے صدارتي دفتر شو كوم ته چې آئي اېس او 50001 سرټيفيكټ جاري كړے ؤ ۔ده ووئيل په ايوان صدر كښې 10 زره اونې هم نال كړے شوي ۔د مياواكي ځنګل هم لګولے شي۔صدر په نړيواله كچه د لوږې ذكر كولو كښې ووئيل په افغانستان كښې په جنګ اربونه ډالر خرڅ كړے شوي۔ په دغې په نړۍ كښې لوږه هم ختمېدې شوه۔ ده ووئېل كه د انسانيت په نظر وكتلې شي نو مونږ نړۍ تباهې پلو بيايو۔
د ګرين پريزډينسي پروژې په نتيجه كښې به د قامي خزانې 72.5 ملين روپۍ بچت كړې شي٬د ماحولياتي مسئلو حل لپاره د ګامونو پورته ضرورت دے۔د صدر ډاكټر عارف علوي د ګرين پريزډينسي دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد