اسلام آباد12جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجوفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي د سائنس او ټيکنالوجي د انوويشن پاليسۍ كابينې څخه منظوري مهم پېشرفت دے۔ د شورو په ورځ په وزارت كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيلحلال فوډ اتھارټي، نېشنل انسټيټيوټ آف اليکټرانکس او د وزارت نورې ادارې به موثره او فعاله كولې شي او د دې قواعد او ضوابط به د اوسني دور تقاضو سره سمولې شي۔ ده ووئيل د نجي او سرکاري څانګې ترمېنځه شراكتداري به زياتولې شي٬ مونږ اوس د تهيوري نه عملي كار پلو روان يو،ده ووئېلپه سائنس او ټيکنالوجۍ كښې تحقيق برائے تحقيق به نه كېږي بلكې اوس مونږ اپلائيډ ريسرچ پلو روان يو۔ وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد په راروانو بلدياتي ټاكنو كښې به الېكټرانك ووټنګ مشين استعمالېږي٬ انتخابات د شخړو نه پاكولو لپاره د اي وي اېم استعمال ضروري دے ٬ ده ووئېل د الېكشن كمېشن معيار له مخې دا مشين جوړ كړے شوے٬ د هېواد پرمختګ لپاره به د ټېكنالوجي استعمال پلو تلل وي
د سائنس او ټيکنالوجيد انوويشن پاليسۍ كابينې څخه منظوري مهم پېشرفت دے٬ د اسلام آباد په راروانو بلدياتي ټاكنو كښې به الېكټرانك ووټنګ مشين استعمالېږي۔ د وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم