اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی) د نجكارۍ وف??قي وزير دانيال عزيز وئيلي دي حكومت د پي آئي اے د كور بزنس نجكارۍ عمل ته د آپرېل تر 15مه نېټې د حتمي شكل وركولو پوخ عزم لري٬د نجكارۍ دې عمل سره به قامي معيشت قوي شي٬مونږ پي آئي اے په سم لوري روانوو٬د نجكارۍ عمل كښې به د قانون عملدرآمد او سپيځلتيا باوري كولې شي٬دې سره به غېر ملكي سرمايه كارو ته په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته راغب كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو پھ مهال وكړی۔ده ووئيل شپھ او ورځ خواري كولو سره د نجكارۍ عمل په سمه لار روان كړی شوې۔د پي آئي اے په نجكارۍ د شريكې ګټې كونسل او د كابينه پشمول په نورو فورمونو تفصيلي خبرې شوي۔ده ووئيل د پي آئي اے د نجكارۍ ټاكنو سره هېڅ تعلق نشته٬نه دا ??وم سياسي فوائنټ سكورننګ دے بلكې دا ??امي ضرورت دے۔ ده ووئېل په دې لړ كښې ټولو سياسي ګوندونو پھ اتفاق سره د اپرېل په 15مه نېټھ كال 2017م كښې يو قانون منظور كړی او عملي كول يې قانوني تقاضا ده۔ده ووئيل حكومت به يوازې كور بزنس خرڅوي خو نور املاك او اثاثې به حكومت سره وي۔حكومت د يوې بلې كمپنۍ جوړولو پلان لري كومه به چې د پي آئي اے د ټولو فيكس آثاثو نظام چلوي۔ده ووئيل مونږ به د پي آئي اے د ملازمانو د حقونو تحفظ كوو٬زه د نجكارۍ كميسون وړومبنې چيئرمېن يم چا چې د سټل ملز ملازمانو له د څلورو مياشتو تنخا باوري كړه
حكومت د پي آئي اے د كور بزنس نجكارۍ عمل ته د آپرېل تر 15مه نېټې د حتمي شكل وركولو پوخ عزم لري
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر