اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وز??را??ظم عمران خان وئيلي دي حکومت کاروباري طبقې او صنعتکارو ته د اسانيو وركولو عزم لري او په کاروبار كښې آسانيو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د صنعتكارو پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔ د وز??را??ظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې ثنا آلله چوهدري (يونايئټډ موټر سائيکل)، عبدالرحمان (چيئرمين پاکستان اېسوسي اېشن آف آټوموټيو پارټس او ايکسيسوريز مينوفيکچررز)، معين ظفر (پاکستان فرنيچر مينوفيکچررز اېسوسي ??يش??)، مياں ??فتخار ??حمد (پاکستان ټائير مينوفيکچررز اېسوسي اېشن)، مرتضي پراچه (آل پاکستان ايمپورټرز و مينوفيکچررز)، عامر الله والا (موبائل مينوفيکچررز اېسوسي ??يش??)، سهيل الطاف ( آټوموټئيوز)، احتشام الدين (پاکستان پلاسټك مينوفيکچررز ايسوسي اېشن) او سردار ياسر الياس ( اسلام آباد چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري) شامل وو۔ په دې موقع وفاقي وزير محمد حماد اظهر، اېډوائزر ډاکټر عشرت حسېن، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر او د اېف بي آر چيئرمېن جاوېد غني هم موجود وو۔ په دې موقع پلاوي د كرونا وباء له مخې صنعتونو ته په سهولتونو وركولو وز??را??ظم او د ھغوي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پلاوي برآمدات زياتولو ، د هېواد صنعت ته وده وركولو او د ټېكس نظام كښې د بهترۍ په اړه وړاندېزونه هم وركړل۔ وز??را??ظم پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل حکومت کاروباري طبقې او صنعتکارو ته د اسانيو وركولو عزم لري او په کاروبار كښې آسانيو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ وز??را??ظم ووئيل د هېواد صنعتي پرمختګ ودې سره به د روزګار موقعې زياتې شي او برآمداتو سره به زرمبادله ترلاسه شي كومه چې به د فلاح عامه په منصوبو خرڅ كولې شي۔ په دې موقع وز??را??ظم د صنعتونو او پوهتنونونو ترمېنځه د ريسرچ او ټرېننګ پحقله په روابطو جوړولو زور رواړو دغسې چې ځوانان فني مهارت ترلاسه كړي۔ وز??را??ظم ووئيل كوم ه??واد چې سرمايه كار ??و صنعت كارو ته سهولتونه وركوي هم ھغه هېواد ترقي كوي۔ وز??را??ظم د پلاوي لخوا په وړاندې كړو وړاندېزيونو اړوندو وزارتونو او اېف بي آر ته هدايات جاري كړل
حکومت کاروباري طبقې او صنعتکارو ته د اسانۍ وركولو عزم لري۔ د وزيراعظم عمران خان د صنعتکارو پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام