اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب وئيلي دي په غېر آئيني رولنګ وركولو او د سپريم كورټ د پرېكړې په خلاف ورزۍ كولو د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر ته بايد د آرټيكل 6 لاندې سزا وركړې شي ٬ د ډپټي سپيكر په ضد تحريك عدم اعتماد په پارليمان كښې موجود دې٬ دې د جعلي استعفو منظورولو اختيار نه لري۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل د پي ټي آئي چې كومې استعفې رامخې ته شوي دي د هغې ټېكسټ هم يو دے٬ فوټو كاپياني دي او د يو فارمېټ لاندې تيارې كړې شوي دي٬ دا ټولې استعفې غېر قانوني او غېر آئيني دي۔ دې ووئيل د پاكستان تحريك انصاف يو شمېر غړو دا وئيلي دي چې مونږ استعفې نه دي وركړې د كومو تفصيلات به چې ډېر زر رامخې ته شي۔ دې ووئيل داس استعفې سياسي مقاصدو لپاره كارولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د چا استعفې چې راغلي دي هغوي ته دا معلومه ده چې دوئي آئين مات كړې دې او اولس يۍ تر څلورو كالو لوټ كړې دې۔ دې ووئيل اوس داسې ښكاري چې د صدر استعفی راروانه ده۔
د ډپټي سپيكر په ضد تحريك عدم اعتماد په پارليمان كښې موجود دې٬ د جعلي استعفو منظورولو اختيار نه لري٬ د مريم اورنګزېب ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز