اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې پاكستان دوست هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو اضافې ته ډېر اهميت وركوي. ده دا خبرې په پاكستان كښې د جمهوريه كرغېزستان سفير توتويوف اولن بېا آسان كولووچ سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د ملاقات په مهال د پاكستان او كرغېزستان د اړيكو د بېلا بېلو اړخونو جاج واخستل شو. د كرغېزستان سفير ووئيل چې د هغه هېواد د تجارت، سرمايه كارې او كاروبار د لارې پاكستان سره د اړيكو په زياتولو كښې خوښي لري. د خزانې وزير ووئيل چې پاكستان دوست هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو اضافې ته ډېر اهميت وركوي. ده د كرغېزستان سفير په هېواد كښې د سرمايه كارې د موقعو څخه هم خبر كړو. د خزانې وزير د كرغېزستان د سفير مننه وكړه او په بېلا بېلو څانګو كښې د اړيكو ودې لپاره ئې د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو.
پاكستان دوست هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو اضافې ته ډېر اهميت وركوي. د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د كرغېزستان سفير سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ