د افغانستان استحکام لپاره دې نړۍ كردار ولوبوي، 23 مېليونه افغانان د خوراك كمي سره مخ دي٬ پاكستان به د افغانانو بشپړه مرسته كوي٬ د كالعدم ټي ټي پي ھغه ډلو سره به خبرې اترې كوٶ كومې چې د پاكستان د آئين او قانون احترام كوي۔ چوهدري فواد حسېن


APP52-091121 ISLAMABAD: November 09 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain briefing the media persons about decision taken during Federal Cabinet meeting during a press conference at PTV Headquarters. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د افغانستان وضعه د كومې الميې نه كمه نه ده٬د افغانستان استحکام لپاره دې نړۍ كردار ولوبوي، 23 مېليونه افغانان د خوراك كمي سره مخ دي٬ پاكستان به د افغانانو بشپړه مرسته كوي٬ د كالعدم ټي ټي پي ھغه ډلو سره به خبرې اترې كوٶ كومې چې د پاكستان د آئين او قانون احترام كوي، داسې نشي كېدې چې رياست دې هر وخت د جنګ په حالت كښې وي٬ څوك چې د پاكستان آئين او قانون احترام كولو سره بېرته راتلل غواړي٬ حكومت له ھغوي ته موقع وركول پكار ده، اپوزېشن له به وړومبې دوه كاله او بيا پنځه كاله نور صبر كول وي، اپوزيشن د “بھان متي” کنبه ده، دوي خو نه كوم ليډر لري او نه كوم پلان، د دوي مقصد يواځې سازشونه كول دي٬ د پي ډي اېم لانګ مارچ ونټر ايکټيويټي ده، خپل شوق دې ترسره كړي٬ په راتلونكو دوو مياشتو كښې به د ګرانۍ مسئله هم حل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل نړۍ كه د افغانستان استحکام لپاره كردار ترسره نه كړو نو په افغانستان كښې انساني الميه سر پورته كولې شي۔ ده د اکانومسټ د 30 اکتوبر د رپورټ حواله وركولو سره ووئيل افغانستان كښې چې په كومه طريقه صورتحال رامخئ ته كېږي داسې معلومېږي چې د سوريه او يمن بحران به هم ورسره وروستو پاتې شي٬ د اکانومسټ رپورټ له مخې افغانستان كښې په 38 مېليونه كسانو كښې 23 مېليونه كسان د خوراك كمي سره مخ دي، په دې وروستيو كښې په افغانستان كښې اته كوچنيان د لوږې په سبب پحق رسيدلي، د اکانومسټ رپورټ ډېر د پريشانۍ وړ دے۔ ده ووئيل مونږ نړۍ د خپلو اندېښنو نه د خبرولو ستړې كوٶ۔ ده ووئيل وفاقي كابينې پرېكړه كړې چې د غنمو او وريژو مناسب مقدر به افغانستان ته لېږلے شي٬ د افغانستان څخه په درآمدات ټېكسز هم ختموٶ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل دوه ورځې پس د افغانستان د لنډ مهاله حكومت خارجه وزير د پاکستان په دوره راروان دے٬ ھغه سره به په افغانستان كښې په انساني بحران خبره كېږي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل دسمبر كښې به د او آئي سي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه په اسلام آباد كښې كوٶ چې پكښې به اسلامي نړۍ څخه د افغانستان د مرستې اپيل كولې شي، پاکستان په افغانستان كښې صورتحال معمول ته د راوستلو هڅې كوٶ۔ ده ووئېل وفاقي کابينې نړۍ ته خاص توګه اسلامي نړۍ ته د افغانستان د مرستې غږ كړے ۔ ده ووئيل د افغان اولس مرستې لپاره كابينې د خاص فنډ جوړولو پرېكړه كړې ، د پاکستان اولس به نېغ په نېغه د افغانستان مرسته كولې شي۔ ده ووئېل مونږ غواړو چې په افغانستان كښې دې د انساني خواخوږۍ په بنياد هڅې جاري وي٬ افغانستان كښې چې په كوم ډول كوچنيان اوړو او وريژو لپاره خرڅېږي٬ دغه صورتحال نشي نظرانداز كېدے۔ وفاقي وزير ووئيل د افغانستان اثاثې كنګل دي٬ هغه نه دي جاري كړې شوي٬ دا مهال د افغانستان كوم ډول نړيواله مرسته نه كېږي۔ ده ووئېل افغانان دا مهال د غربت ژوند كوي، وفاقي کابينې افغانستان ته د وريژو او غنمو لېږلو پرېكړه كړې ، دې سره سره افغانستان سره په تجارت ټېكس ختم كړے شوے ، يواځې په مڼه ټېكس برقرار ساتلے شوے، داځكه چې افغانستان كښې مڼه نشته٬ د ايران مڼه د افغانستان د لارې درامد كېږي، دغسې افغانستان څخه په درامد كېدونكو نورو څيزونو هم ټېكسونه ختم كړے شوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د مهمو قوانينو منظوري وركړې او ځوابونو وركولو لپاره د كابينې غړو او د ګوند غړو ته په قامي اسمبلۍ كښې د حاضرۍ باوري كولو امر شوے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت او په نېشنل فوډ سېكورټي كښې د سي اي او او د اېم ډي د خالي چوكو جاج اخستلے شوے٬ د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت خبر وركړے چې دا مهال د وزارت د انتطام لاندې ادارو كښې شپږ چوكۍ خالي دي٬ دغسې په فوډ سيکورټي كښې پنځه چوكۍ خالي دي٬ دواړو وزارتونو ته امر شوے چې په دې چوكو زره تر زره د تعيناتۍ اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د اسلام آباد کېپيټل ټېريټري کرېمنل پراسيکيوشن سروس اېکټ 2021ء منظوري موخر كړې شوې٬ دغسې چې نورو اړوندو قوانينو سره دا وړاندې كړے شي او د قوانين كابينه په يو ځائ منظوري وركړې ٬ مجوزه قوانين به قانون لپاره د كابينه كمېټۍ ته وړاندې كولې شي٬ د دې قوانين د اطلاق نه پس به استغاثه پوځداري مقدمو كښې د اسلام آباد پوليس په معياري تحقيقات كښې راهنمائي وكړې شي دغسې چې مقدمې په موثره ډول ترسره كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د ګاز او آر اېل اېن جي بيعه زياتېدو له مخې او د ګاز د غېر قانوني استعمال لاره نيولو لپاره كابينه کېپټو پاور پلانټس لپاره د ګاز بيعه د 6.5 ډالره څخه 9 ډالر في اېم اې بي ټي وي كړې ٬ د ايکسپورټ څانګې د پاې يونټس لپاره د آر اېل اېن جي بيعه 6.5 ډالره في اېم اېم بي ټي يو به برقرار ساتلې شي٬ د بيعې اطلاق به د نومبر د پنځلمسې نېټې كال 2021 نه تر 31 مارچ كال 2022 وي٬ د دې پرېكړې له امله به د ګاز موثره كهپت له مرسته ترلاسه شي او په قامي خزانه به بوجه كم پرېوځي۔ ده ووئېل دې پرېكړې څخه به په كورنو مصرف كوٶنكو هېڅ اثر نه پرېوځي د كومو د ګاز ضرورتونه چې د هېواد ګاز څخه ترسره كېږي۔ ده ووئيل ګاز او تېل نړيوال ماركيټ څخه تعلق لري، په هر څيز سبسډي وركولو سره هېواد نشي چلېدے۔ ده ووئيل د ګرانۍ په لړ كښې هر څيز يو په درې ګران ښودلے كېږي، سهار په يو چېنل د چينۍ بيعه 160 روپۍ ښودلې كېده٬ ھغه چيني په اېئر لفټ اېپ په سل روپۍ كلو ده، د دغسې يرې خپرولو نه بايد ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل كابينې د توان ډويژن جوائنټ سېكرټري احمد تېمور ناصر په عارضي توګه د نېشنل ټراسمنېشن اېنډ ډسپېچ كمپنۍ اېم ډي لګولو منظوري وركړې د كوم چې به تر شپږو مياشتو يا د باقاعده اېم ډي تر تعيناتۍ موثر وي۔ ده ووئيل په هېواد كښې په قامي كچه تيارېدونكي پكو معيار ښه كولو او د برېښنا كهپت كمولو لپاره كابينې پكي د پاكستان سټينډرډز اېنډ کوالټي کنټرول اتھارټۍ په فهرست كښې د شاملولو منظوري وركړې ٬ د معيار بهترۍ نه پس به پاكستان كښې جوړ شوي پكي نړيوال ماركيټ ته لېږلې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د ځائي سېلګرۍ ودې لپاره كابينې په ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير كښې د پي ټي ډي سي املاك په سپېځلې ډول نجي څانګې ته په ليز د وركولو منظوري وركړې ۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د پي ټي ډي سي يو شمېر املاك لرو ، خلق د سېل ځايونو ته تلل غواړي خو ھغوي د پاتې كېدو ځاے نه لري ٬ دې لپاره دا مسئله د پي ټي ډي سي املاك پبلك پرائيويټ پارټنر شپ ته په ليز وركوٶ دغسې چې هلته سهولتونه وركړے شي او سېلګرۍ ته وده وركړې شي ۔ ده ووئيل كابينې اداره جاتي اصلاحات لپاره د كمېټۍ د 28 اكتوبر كال 2021 په غونډه كښې د شوې پرېكړو توثيق كړے ٬ د توثيق نه پس پاکستان انسټيټيوټ آف اېجوکيشن د وفاقي تعليم او پروېشنل ټرېننګ وزارت تر انتظام لاندې راوستلے شوے ۔ ده ووئيل كابينې د اي سي سي د نومبر په 4مه نيټه په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق كړے٬ چې پكښې د ټولو نه مهمه پرېكړه دا ده چې ګرد هېواد كښې به د انفارميشن ټيکنالوجي وزارت او داخله وزارت په ګډه ګرد هېواد كښې 911 اېمرجنسي لائن قائمولو له ګامونه پورته كړي دغسې چې د كومې پېښې يا اېمرجنسي په صورت په يو هېلپ لائن د كال كولو سره مرسته تر لاسه كړې شي۔ ده ووئيل په اي سي سي كښې د افغانستان د تجارت پحقله د پرېكړې منظوري وركړې شوې ، د غنمو او چينو افغانستان ته د لېږلو په تفصيلات به د افغان لنډ مهاله حكومت خارجه وزير سره خبرې كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د غنمو او چينو درامد لپاره د كمېټۍ مشري د خزانې سلاحكار كوي۔ د خېبرپښتونخوا د تېلو او ګاز پېدا كوٶنكو ضلعو كښې د ګېس نېټ ورك پراخه كولو سفارش شوے ۔ ده ووئيل په برآمدات كښې اضافې لپاره د كامرس وزارت د ستراتېژك ټرېډ پاليسي فرېم ورك 25-2020 منظورلو سفارش شوے ۔ د ورلډ فوډ پروګرام مطابق د هنګامي صورتحال له مخې افغانستان ته دا اوړو برآمد كولو سفارش هم شوے ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد ووئيل كابينې د سېکورټيز اينډ فيوچرز مارکيټ بل 2021ء اصولي منظوري وركړې ،دا منظوري د ايز آف ډوئنګ بزنس پاليسي له مخې د سرمايه كارو مرستې او د سرمايې تحفظ لپاره وركړې شوې ۔ ده ووئيل كابينې د پي ټي ډي سي په خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې د املاك، د ملازمانو او واجباتو اړوندو صوبو ته د منتقل كولو منظوري وركړې او سندھ او بلوچستان سره په دې لړ كښې د مشاورت عمل روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې ډاکټر سېف الدين جونيجو د اېكسپورټ پراسېسنګ رونز اتهارۍ چيئرمېن د تعيناتۍ منظوري وركړې ۔ دغسې کابينې افغانستان سره تجارتې اړيكو زياتولو لپاره د افغان پاکستان ټرانزټ ټريډ اېګريمنټ 2010 كښې د شپږو مياشتو د پراختيا منظوري وركړې ٬ كابينې د پاكستان مېري ټائم سيکورټي اېجنسۍ د ډائريکټر جنرل تعيناتې هم منظوري وركړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل اپوزيشن دوه كاله ښه زور ولګولو٬ مونږ قوي وٶ ځكه په شا نه شوو ٬ اوس د حكومت دوه كاله پاتې دي٬ يو كال پس د الېكشن عمل پېل كېدونكے دے٬ اوس اپوزيشن له د دوه كالو د صبر نه پس نور پنځه كاله صبر كول پكار دي ۔ده ووئېل حكومت مستحكم دے٬ په راتلونكو دوو دريو مياشتو كښې به د ګرانۍ مسئله هم حل شي، په كال 2023 كښې مونږ د الېكشن تيارۍ ت پام لرنه كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د كالعدم ټي ټي پي ھغه ډلو سره به مذاكرات كوٶ كومې چې د پاكستان د آئين او قانون له مخې زي، مذاکرات به ھغه ډلو سره كېږي كومې چې د پاكستان د آئين او قانون احترام كوي۔ وفاقي وزير ووئيل دا خبره واضح ده چې کالعدم ټي ټي پي سره مذاكرات د پاكستان د آئين او قانون له مخې كېږي٬ کالعدم ټي ټي پي يوه ډله نه ده٬ په دې كښې يو شمېر ډلې شاملې دي، د پاکستان رياست خپلو ھغه وګرو ته موقع وركول غواړي كوم چې د پاكستان د آئين احترام كولو سره بېرته راتلل غواړي۔ ده ووئيل تېره ورځ کالعدم ټي ټي پي د ډز بندۍ اعلان كړے ٬ داسې نشي كېدې چې رياست هر وخت د جنګ په حالت كښې وي۔ ده ووئيل د افغانستان اتھارټيز هم مونږ ته درخواست كړے چې د کالعدم ټي ټي پي سره دې خبر ېاترې مذاكرات وكړې شي٬ مونږ په دې خبره باور لرو چې په افغانستان كښې نوے حكومت به پاکستان كښې امن غواړي٬ مونږ په دې منطقه كښې امن غواړو۔ ده ووئيل په خبرو اترو كښې ځائي خلق هم شامل كړے شوي٬ كوم خلق چې دې جنګ څخه ځپلے شوي هغوي به هم د دې خبرو اترو برخه جووړٶ۔ ده ووئيل په دې جنګ كښې د پاك پوځ او قبائيلي سيمو خلق شهيدان شوي٬ آخر مونږ له يو حل راويستل دي٬ كوم خلق چې زمونږ آئين او قانون مني او راتلل غواري٬ هغوي ته موقع وركول غواړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل نواز شريف په دسمبر كښې ولې٬ په دې مياشت كښې دې بېرته راشي٬ مونږ خو غواړو چې ھغه يو لوظ خو ترسره كړي، شهباز شريف له پكار دي چې ھغه نواز شريف بېرته راولي٬ د پي ډي اېم مارچ هر كال كېږي٬ د حكومت په اقتدار كښې د راتلو نه يو كال پس دوي يوه ډله راوستې وه، دا د دوي ونټر ايکټيويټي ده۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د چينو بحران به په يو څو ورځو كښې حل شي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس