اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب پي ټي آئي ”پروپيګنډا ډله “ ګرځولو سره وئيلي چې پي ټي آئي او عمران خان ډيلي ميل د پاکستان غير ملکي مرستي مخنيوي لپاره استعمال کړې، د عمران خان د اسمبليو تحليلولو اعلان هڅي خبره ده ، چيلنج وركوم چې عمران خان دې د خپلو غړو استعفي وښائي۔ عمران خان د پلان له مخې د پاکستان معيشت، روزګار، کاروبار، ادارو تباه کولو هڅه كړي، د ډيلي ميل خبر مقصد د پاکستان ساكھ ته په نړيواله كچه زيان رسول ؤ، د دروغو خبر د لارې پاکستاني قام، ادارو او قيادت غله ښودلو ناوړه هڅه شوي، ډيلي ميل خبر اصل كښې پاکستان او غريب اولس په نښه كول ؤ، د عمران حکومت فوکس سياسي مخالفينو څخه سياسي انتقام اخستلو لپاره دې دې سره د هېواد معيشت، ساکھ او کاروبار ته زيان رسيدلې ، شهباز شريف حکومت فوکس معيشت، روزګار، کاروبار او پاکستان نړيوال ساکھ بحالۍ پلو دې، 2016 كښې د سازش له مخې درې ځله ټاكلې شوې وزيراعظم حکومت عدم استحکام سره مخ شوې ، سي پيك رفتار او 10 فيصده پلو روان د پرمختګ شرح متاثر کړې شوي، نن چې كومه غريبي ده هغه د “عمران پلان” په وجه ده ، ريورس کولو كښې وخت ته اړتيا ده۔د خالي په ورځ پريس کنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل 2018ء كښې د کھلنډرانو يو ډنډورې ډله په هېواد مسلط شوې كومي چې سرکاري وسائل، د کرسۍ اقتدار وسائل ناجائز استعمال کړې۔دې ووئيل په كال 2018ء كښې هېواد د 6.2 شرح سره پرمختګ كولو او ورلډ بينك رپورټ له مخې دا پيشنګوئي کيدله چې راروانو 5 كلونو كښې به د پرمختګ دا شرح تر 10فيصده ورسي۔ د ګرانۍ شرح 3 فيصده وه دغسې د صارفين د څيزونو د ګرانۍ شرح 2.3 فيصده وه۔هېواد كښې د آئي اېم اېف پروګرام بشپړه رول بيك كيدو سره هېواد د خپلواكۍ پلو روان ؤ او سي پيك سره د هېواد پرمختګ او ځوانانو ته روز ګار ترلاسه كيدو،د هېواد معيشت مستحکميدو،هېواد كښې د ګرانۍ شرح كمه وه ، دا قصه د كال 2018ء ده كله چې د مسلم ليګ (ن) حکومت ؤ ۔ كال 2013ء كښې چې كله مياں نواز شريف اقتدار كښې راغلو نو هغه وخت په هېواد كښې 19 ساعته لوډشيډنګ ؤ، تر 2018ء نه يواځي د برېښنا منصوبې لګولې شوي بلکه پاکستان اولس د لوډ شيډنګ څخه آزاد شوې ؤ۔ نواز شريف هغه وخت ټول سياسي اختلافات ختمولو سره ټولي صوبي او ډلي رايو كړې وي او د ترهه ګرو ملا ماته شوې وه، معيشت بحال شوې ؤ۔ده ووئيل 2016ء كښې سياسي عدم استحکام راغلو نو د سازش له مخې د هېواد درې ځله منتخب وزير اعظم د زوي د كمپنۍ څخه په تنخا نه اخستلو كور ته ولېږلې شو۔دې ووئيل 2018ء كښې آر ټي اېس خرابولو سره عمران خان په اقتدار كښې راوستلې شو ، دا خبري ځكه كوو چې وګړي د دروغو ، منافقت او انتشار څخه خبر شي۔ دې ووئيل په كال 2018ء كښې د پرمختګ شرح 6.2 فيصده وه او تحريك انصاف په حکومت كښې راتللو نه پس چې كومي شميري جاري شوې دا شرخ هغې سره مطابق وه، هغه وخت اقتدار كښې راتللو سره پي ټي آئي ټول فوکس په انتقام ؤ۔دېووئيل پاکستان كښې داسې عدالت نشته چرته چې د مسلم ليګ (ن) قيادت خپل کيس نه وي كړې او ځواب ئې نه وي وركړې۔د دې برعکس نيب عدالت كښې ثبوت وركولو په ځائې التواء غوښتل او ټول اختيارات استعمال او لاندي حرکتونو باوجود په كوم كورټ كښې هغوي څه ډول تورونه ثابت نه كړې شول۔ وفاقي وزيري ووئيل ډيلي ميل د عمران خان او شهزاد اکبر په وينا سټوري چھاپ كړې ، ډيوډ روز پاکستان ته رابللو سره دا منصوبه جوړه شوې وه، دا دومره ناوړه منصوبه وه چې په دې كښې په شهباز شريف د 2005ء په زلزله كښې ترلاسه شوې فنډز كښې د خردبرد تور ؤ دغسې په 2005ء كښې شهباز شريف د پنجاب وزيراعليٰ هم نه ؤ، په دې خبر كښې لكيلې شوې جې ډي اېف آئي ډي په پاکستان كښې صحت او تعليم او نورو څانګو كښې كوم عطيات راځي پاکستان يو داسې هېواد دې كوم چې دا ګرانټ هم هړف كوي ۔ دا تور په شهباز شريف لكيدلو خو د دې زيان پاکستان ته كيدلو۔ د هغې په بله ورځ ډي اېف آئي ډي د دې خبر ترديد کړې،په هغې كښې وئيلي شوي چې د ګرانټ دا روپ٬ څه ډول سپيځلتيا سره خرڅ كېږي۔دې ووئيل ډيلي ميل په دې غير مشروط معافي غوښتلي ده چې زمونږ خبر دروغ ؤ مونږ تور لګولې ، زمونږ هتك عزت هغوي منلې دې او دا منطق وګورئ چې ډيلي ميل په خپله سټوري معذرت کوي او هغه وخت د ډيلي ميل وياند نن د هغه خبر دفاع کوي، دغه پراپيګنډا ډله د ديواليه پن ښکار ده او دا موقف اختياروي چې د نيب په برخه معافي غوښتلې شوي،دغسې حقيقت دا دې چې ډيلي ميل خپله ټوله سټوري اخوا كړي، د هغې لنكس ئې اخوا كړي او عدالت كښې ئې وئيلي چې ګوګل سره خبره كولو سره به ټول لنکس لري كړو ۔ وفاقي وزيري ووئيل كوم تورونه چې څلور كاله په نورو لګولې شوي د هغې مجرم پخپله ؤ كوم چې فارن ايجنټ ډله ده او د هېواد خارجه پاليسي ئې تباه کړې ده، د کشمير سودا ئې كړي او نن هم ئې خپل كار روان ساتلې۔هغوي د هېواد سميدل ليدلې نشي كله چې هم هېواد په سم پلو روان شي هغوي څه نه څه عدم استحکام ښکارولو سازش کوي، هغه څخه چې كله د فارن فنډنګ ، توشه خانه كښې د غلا ، بي آر ټي ، سائفر انکوائري پوښتنه وكړې شي نو سپكي توري وائي، كه مسلم ليګ ن ، 3 ځل وزير اعظم ، شهباز شريف ، مرېم نواز ، شاهد خاقان ، احسن اقبال ، رانا ثناءالله ، سعد رفيق ، سلمان رفيق ، حنيف عباسي، خواجه آصف ، مفتاع اسماعيل خپل ځواب وركړې نو هغه ولي ځواب نه وركوي۔هغه څخه چې كومه هم پوښتنه وكړي نو وائي سياسي انتقام پيل شوې،دا څه ډول ذهنيت دې، هغه د پاکستان په ضد يو پورا منصوبه ده۔
پي ټي آئي سياسي ګوند نه دې ”پروپيګنډا ډله “ ده ، پي ټي آئي او عمران خان ډيلي ميل د پاکستان غير ملکي مرستي مخنيوي لپاره استعمال کړې، د عمران خان د اسمبليو تحليلولو اعلان هڅي خبره ده۔مرېم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری