اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان د ځوانانو هېواد دے، زمونږ د آبادې 68 فيصد برخه د هغو ځوانانو ده د كومو عمرونه چې د 30 كلونو نه كم دي، مونږ د ځوانانو دا لويه شمېره هېواد او قوم لپاره په يوه لويه سرمايه بدلولو لپاره سخته خواري كوو چې دغسې د غوره تعليم او هنر د لارې د دوي د كار استعداد زيات كړے شي، ځوانان په كومه هم ټولنه كښې د بدلون اصل محرك وي، مونږ د ځوانانو توانائي سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په يو مثبت پلو كارولو ته پام كړے. د خالي په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د ځوانانو چارو خاص مرستيال محمد عثمان ډار ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال وزيراعظم ته د كامياب ځوان پروګرام د دوه كلنې كاركردګۍ رپورټ وړاندې كړو. وزيراعظم ته ووئيل شول چې د يوتھ انټرپرېنور سيكم له مخې تر اوسه د 23 اربه روپو د ماليت 16617 رياعتي كاروباري قرضې وركړې شوې دي. وزيراعظم ته ووئيل شول چې د كامياب ځوان سكل فار آل پروګرام له مخې ځوانانو ته تر اوسه د 4.7 اربه روپو په لګښت سره 101,447 سكل سكالرشپ وركړې شوي دي. وزيراعظم ته دا هم ووئيل شول چې د كامياب ځوان پروګرام له مخې نور پنځه اقدامات هم زر پېل كولې شي. په دې اقداماتو كښې په 106 پوهنتونونو كښې د كامياب ځوان مركزونه جوړول، ګرين يوتھ موومنټ، كامياب ځوان انووېشن ليګ، كامياب ځوان ټېلنټ هنټ سپورټس ليګ، كامياب ځوان سپورټس اكېډميز او سپورټس ګالا شامل دي. وزيراعظم د ځوانانو د ژوند په ټولو څانګو كښې موثر ګډون باوري كولو لپاره د هر ډول ممكنه اقداماتو كولو هدايت وكړو چې دغسې په اعلٰی مقاصدو كښې د دوي مرسته وكړې شي.
مونږ د ځوانانو توانائي سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په يو مثبت پلو كارولو ته پام كړے. د وزيراعظم عمران خان د ځوانانو چارو خاص مرستيال محمد عثمان ډار سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن