اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وز??را??ظم محمد شهباز شريف په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې او هدايت يې كړے چې په هېواد كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په لار كښې پراته ټول خنډان په سمدستي توګه لرې كړئ۔د ګل پ?? ورځ د وز??را??ظم دفتر مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي وز??را??ظم شهباز شريف دا خبرې په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په اړه د لوړې پاې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مفتاح اسماعيل٬چوهدري سالك حسېن٬خاص مرستيالانو طارق فاطمي٬ظفرالدين محمود او اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې وز??را??ظم كمېټۍ ته په لسو ورځو كښې دننه د تفصيلي رپورټ او سفارشات د وړاندې كولو هدايت وكړو۔وز??را??ظم ووئيل د چين سرمايه كار كمپنو ته دې په ترجيحي بنيادونو آسانې وركړې شي۔د چينائي كاركنانو د ويزې مسئلې دې حل كړی شي۔وز??را??ظم ته د توان٬انفراسټركچر٬رېلوے٬پورټ انفراسټركچر او په نورو پروژو كښې د لس اربه ډالرو په سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرونكو كمپنو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول پ?? وړومبي پړاؤ كښې په سمدستي توګه د يو نه تر دوه ارب ډالره د سرمايه كارۍ هيله ده۔د دې نه علاوه دې پروژو سره به نه يواځې د روزګار 45 زره نه زياتې موقعې راپیدا شي بلكې د كاروبار آسانيو په اړه به په انډېكس كښې بهتري هم راشي۔وز??را??ظم د دې پروژو په اړه د سرمايه كارۍ بورډ٬د منصوبه بندۍ وزارت او د خزانې وزارت ته په شريكه مرسته د يو جامع پلان جوړولو امر هم وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب