اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي سياسي صورتحال به په 72 ساعتو كښې واضحه شي، اولس له د ضمير فروشو اولسي نمائندګانو بائيكاټ كول پكار دي ، د اپوزيشن په جلسه كښې به خلق د جے يو آئي وي او اداكار به د ن ليګ راځي، په روانه مياشت كښې به د عدم اعتماد پرېكړه وشي او په 72 ساعتو كښې به هر څه واضحه شي٬ وز??را??ظم عمران خان د خپلواكه خارجه پاليسۍ بنياد اېښودے، مونږ وز??را??ظم عمران خان سره د غره غوندې ولاړ يو، تېره ورځ وز??را??ظم د جلسې د لارې په اولس كښې د خپل مقبوليت ثبوت ور??ړے۔ دا خبرې وفاقي وزير د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل جميعت علماء اسلام (ف) سره د نننۍ جلسې او دهرنې اجازه نشته٬ د دوي اېن او سي ختمه شوې٬ مسلم ليګ ن ته د نننۍ جلسې اجازه ور??ړې شوې ۔ داخله وزير ووئيل مونږ ته نه ده معلومه چې ن ليګ به په كوم اړخ راځي ٬ دوي تر اوسه هېڅ نه دي وئيلي٬ د ن ليګ جلسې زما د توقع نه زياتې كمزورې دي، هغوي خپل كاركنان نه لري٬ دا خلق د موليانو وېنا لپاره راروان دي، ده ووئېل د مولانا فضل الرحمان په مدرسو كښې رخصتۍ دي، نن ن ليګ ته د جلسې اجاره ده د دهرنې نه، ??ه تصادم نه غواړم د جے يو آئي جلسه ختمه شوې۔ وفاقي وزير شېخ رشيد ووئيل تر اوسه دا اطلاع نشته چې د عدم اعتماد تحريك به نن وړاندې كېږي،د 30نه تر 31 مارچ به هر څه واضحه شي او د عدم اعتماد پرېكړه به راشي ٬ده ووئېل 72 ساعته وخت دركوم چې دا مهم دے، وز??را??ظم عمران خان به تر آخري بال لوبه كوي۔ ده ووئيل زما سياستي وجدان دا وائي چې د آخري يو ساعت نه وړاندې هم صورتحال بدلېدے شي ځكه چې 172 غړي اپوزيشن له وړاندې كول دي٬ ده ووئېل په دې موقع چې كوم ځائ پرېكړې كېدونكې دي كېږي به، ??وس جلسه جلسه روانه ده٬ لوبه به د نن نه پېل كېږي٬ زه عمران خان سره لكه د غر ولاړ يم۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د مسلم ليګ (ن) اولسي اجتماع ته به امنيت ور??ولې شي۔ په هارس ټريډنګ د افسوس څرګندونه كولو سره ده ووئيل اولس دې د دغه ټاكلو نمائندګانو بائيكاټ وكړي څوك چې د ضمي?? سودا كوي۔ ده ووئيل د دوي دا عمل د هېواد سياست او جمهوريت ته زيان رسوي۔ شېخ رشيد ووئيل وز??را??ظم عمران خان تېره ورځ د يوې لوئې جلسې د لارې په اولس كښې د خپل مقبوليت ثبوت ور??ړے۔ ده ووئيل تېره ورځ د تحريك انصاف ښه جلسه شوې ٬ د بلاول د رېلي نه زيات زمونږ امنيت ٶ٬ تېره ورځ د جلسې نه پس د خلقو سترګې غړېدل پكار دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د بھټو د كورنۍ سياست نشته٬ اوس د زرداري سياست چلېږي، آصف زرداري يو شاطر او پلانر سياستمدار دے، سېل پرچېز كوي ، په سياست كښې د هارس ټريډنګ سلسله روانه۔ ده ووئيل د ګورنر راج تجويز مې ور??ړے٬ نن هم وايم چې ګورنر راج ولګوې ځلكه چې په جمهوريت كښې خلق خرڅېږي،د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه به راتلونكو ټاكنو كښې برخه اخلم يا نه دا پرېكړه اوس نه ده شوې٬ زما مقصد ناله لئي اېكسپرېس وے ده ٬ د كال 2018 الېكشن مې هم د نواز شريف په چېلنج كولو كړے ؤ
سياسي صورتحال به په 72 ساعتو كښې واضحه شي٬ وزيراعظم د جلسې د لارې د خپل مقبوليت ثبوت وركړے٬ د خپلواكه پاليسۍ بنياد ئې اېښودے۔ د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا