اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول چې حکومت د غنمو د قاچاق مخنيوي لپاره د كنټرول روم جوړولو پشمول په ګودامونو د ټرېكر لګولو منصوبه جوړوي٬ د جون ترمېنځه به د غنمو په سركاري توګه د اخستو كار ترسره شي او د دې نه پس كه ضرورت رامخې ته شونو د بهر نه به د غنمو راغوښتلو پرېكړه كولې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال طاهره اورنګزېب د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير سيد نويد قمر ووئيل په ماضي كښې د غېر معياري غنمو درآمد كېدو خو اوس چې كوم راغوښتنې كېږي ھغه د يو معيار له مخې درامد كېږي٬ اوس غېر معياري غنم پاكستان ته رواړل ګران دي۔ د ډاکټر فهميده مرزا د ضمني پوښتنې په ځواب سيد نويد قمر ووئيل مونږ په تېر دورې حكومت كښې د غنمو كروندګرو ته مراعات وركړي چې په سبب ئې په غنمو كښې مونږ خودكفيل وو۔ د سائره بانو په ضمني پوښتنه ده ووئيل د غنمو ګودامونه د مږو نه ساتلول پاره هم كار كېږي٬ مونږ به هڅه كوٶ چې لږ نه لږ غنم د بهر نه راوغواړو
حکومت د غنمو د قاچاق مخنيوي لپاره د كنټرول روم جوړولو پشمول په ګودامونو د ټرېكر لګولو منصوبه جوړوي۔ د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت