اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د جمهوريت مضبوطيا لپاره انتخابي اصلاحات ضروري دې٬ مونږ بې پرې او سپېځلو انتخاباتو لپاره هر ډول ھڅو كولو له چمتو يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ آزاد او سپېځلو انتخاباتو لپاره هر ډول ھڅو كولو له چمتو يو٬ د الېكشن كمېشن يا د دې د نمائندګانو رائے شاملېدې شي، انتخابي اصلاحات آخر په پارلمان كښې موجود ګوندونو له كول دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې چې كله انتخابات شوي نو د دې نه پس د ټګۍ خبرې كېږي٬ نن وزيراعظم عمران خان اپوزيشن ته د انتخابي اصلاحات پحقله د مذاكرات بلنه وركړې نو مخالفه دله دې هم خپل مثبت تجويزونه وړاندې كري۔ ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان نن نه يوازې د اصلاحات په اړه خبره كړې بلكې په خارجه چارو ، افغان امن عمل او د افغانستان څخه د امريکې د پوځيانو وتلو پحقله ئې هم د پاكستان پاليسي بيان كړې ٬ د دې نه علاوه وزيراعظم عمران خان د هېواد معيشت، برآمدات او په هېواد كښې د عام وګړي پحقله هم پاليسي وركړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب فرخ حبيب وووئيل پارلمان سپريم فورم دے، اليکشن کميشن له د ايکټ آف پارليمنټ د لارې انتخابات كول وي، د اليکټرانک ووټنګ مشينز استعمال وي يا د آئي ووټنګ سسټم اليکشن کميشن د دې نظام برخه ضرور جوړېدے شي۔
د جمهوريت مضبوطيا لپاره انتخابي اصلاحات ضروري دې٬ مونږ بې پرې او سپېځلو ټول ټاكنو لپاره هر ډول هڅو كولو ته چمتو يو۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : sorteios quina