کابل۔21اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان د افغانستان نزدې ګاونډي هېوادونو سره په ګډه منطقه كښې امن او استحكام په ځائې كولو له د خپل تعميري كردار ترسره كولو عزم لري۔ دا خبره هغه د زيارت په ورځ كابل كښې د افغانستان عبوري وزيراعظم ملا حسن آخون سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقعه د افغان عبوري حكومت خارجه وزير امير خان متقي هم موجود وو۔ افغانستان لپاره د وزيراعظم خصوصي استازې محمد صادق ٬ خارجه سېكتر سهېل محمود ٬ په افغانستان كښې پاكستان سفير منصور احمد خان ٬ اعلی عسكري مشرتاته او د پاكستاني پلاوي نور غړو هم خارجه وزير سره وو۔ په ملاقات كښی د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو ٬ تجارتي او اقتصادي څانګو كښې د مرستې په زياتولو او افغان اولس معاشي بحران څخه ويستلو له په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د افغانستان عبوری حکومت وزیراعظم ملا حسن آخوند خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او پاكستان پلاوي ته د كابل دورې په كولو هركلې ووې۔ خارجه وزير وئيل پاکستان په بشري بنيادونو د افغان وروڼو د مرستې كولو عزم لري هغه ووئيل پاكستان افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې خوښي لري۔ افغان وګړو او په خاص توګه سوداګرو له د وېزې آسانۍ ٬ د نوې بارډر پوائنټس اجراﺀ او په نقل وحركت كښې آسانۍ رامخې ته كول د دې لړۍ كړۍ دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د افغانستان نزدې ګاونډي هېوادونو سره په ګډه منطقه كښې امن او استحكام په ځائې كولو له د خپل تعميري كردار ترسره كولو عزم لري۔ د افغان حكومت عبوري وزيراعظم ملا حسن آخوند افغانستان سره په وخت د بشري مرستې په په كولو د پاكستانۍ مشرتابه مننه وكړه۔(MWA/MWA/1711)
پاکستان په بشري بنيادونو د افغان وروڼو د مرستې عزم لري ٬ افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت زياتول غواړي٬ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي افغان عبوري وزيراعظم ملا حسن آخوند سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس