اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د هېواد معيشت او تشخص تر پښو لاندې كوونكي نن د هېواد او جمهوريت ژړاګانې كوي، د اپوزيشن شور، دهرنې او لاريونونه د كرپشن بچ كولو اېجنډا ترسره كولو لپاره دي، اولس ته معلومه شوې چې د پي ډي اېم اېجنډا اولسي نه بلكې ذاتي ده. د اتوار په ورځ د مريم اورنګزېب د بيان په غبرګون كښې ده ووئيل چې د لوږې او غربت خبرې كوونكو په دور كښې په ګلوبل هنګر انډېكس كښې پاكستان په 106م نمبر و، د كورونا سره هم په كال 2021م كښې پاكستان په 92 نمبر دے. ده ووئيل چې د اپوزيشن شور، دهرنې او لاريونونه د كرپشن بچ كولو اېجنډا ترسره كولو لپاره دي. اولس ته معلومه شوې چې د پي ډي اېم اېجنډا اولسي نه بلكې ذاتي ده
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز