پېنډۍ 21ستمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د يونان سفير آندرياس پاپاستاورو د نهې په ورځ جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ٬ په سيمه ايزه سلامتيا او په خاص توګه افغانستان كښې په روانه وضعه او بېلو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر لمخې په دې مهال خپلو خبرو كښې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل پاکستان خپلو نړيوالو همكارانو سره منطقه كښې امن او د افغان اولس مستحكم او سوكاله سباؤن باوري كولو عزم لري۔ د پوځ سرلښكر د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان د هر ډول نړيوالې سېلګرۍ ٬ لوبو او كاروباري هلو ځلو لپاره محفوظ هېواد دے او مونږ د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې د زړه پورې تبادلې ډاډګيرنه كوؤ۔ د يونان سفير د پرله پسې قومي رد عمل د لارې په كورونا وائرس قابو موندلو له د پاكستان هڅې وستائلې۔ هغه افغانستان څخه كاميابۍ سره د ويستلو عمل او سيمه ايز استحكام لپاره په روانو هڅو كښې هم د پاكستان د كردار ستائنه وكړه
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د يونان سفير آندرياس پاپاستاورو ملاقات ٬ د افغانستان په صورتحال او بېلو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج