اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د قبائېلي ضلعو اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې قربانۍ وركړي٬د دوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬حكومت به د ځايې آبادۍ آسانيو سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د شمالي وزيرستان دورې په مهال قبائېلي مشرانو ته په خپله خطاب كښې وكړه۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د قبائېلي مشرانو سره ملاقات وكړو او دوي سره ئې وخت تېر كړو ٬قبائېلي مشرانو د وزيراعظم هركلے وكړو او د وزيراعظم يې د سيمې په دورې كولو مننه وكړه۔وزيراعظم د امن ناكه او مستحكم پاكستان لپاره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د هر ډول مرستې كولوپه اړه د قبائېلي مشرانو مننه وكړه۔وزيراعظم قبائېلي مشرانو له باور وركړو چې حكومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د زيان په وجه ځايې آبادۍ له آسانيو رسولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ باوري كولو له اقدامات كوي٬وزيراعظم ووئيل د قبائېلي ضلعو اولس لوئې قربانۍ وركړي او مونږ د دوي قرض داري يو٬د دوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ دغس ېقبائېلي مشرانو وزيراعظم له د پاكستان امن٬استحكام او څوكالۍ لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو۔وزيراعظم شهباز شريف ووئېل زه په وړومبي ځل شمالي وزيرستان ته راغلے ووم او يوځل بيا دلته په راتللو ډېر خوشحاله شوے يم۔ده ووئيل كله چې ترهه ګري په عروج وه څه ډول چې هغه مهال قبائېلي اولس قربانۍ وركړي٬مونږ د دوي قربانو ته د قدر په سترګه ګورو او يوازې دا نه كله چې پاكستان جوړ شو نو په كشمير كښې هم د دې ځايې مشرانو قربانۍ وركړي۔وزيراعظم ووئيل زه د زړه د كومې نه دا خبرې كوم كوم مشران چې زما په وړاندې ناست دي دوي قربانۍ به په هره كچه په تاريخ كښې په ښو الفاظو ليكلې شي۔
د قبائېلي ضلعو اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې قربانۍ وركړي٬د دوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬حكومت به د ځايې ودانۍ آسانيو ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره هر ممكن اقدامات كوي٬د وزيراعظم شهباز شريف قبائېلي مشرانو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II