اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د امريكې د خارجه څانګې ټويټ په حقله د بائيډن انتظاميې د وياند د سپيناوي هركلے كولو سره وئيلي دي د كشمير په حقله د امريكې پاليسي نه ده بدله شوې ٬ امريكا نن هم مقبوضه كشمير يوه منلې شوې شخړه او دا مسئله حل غوښتونكې ګڼي۔ خارجه وزير د جمعې په ورځ خپل يو بيان كشې ووئيل يو ټويټ رامخې ته شوے ؤ د كوم چې مونږ نوټس واخست او سمدستي مو خپل دريځ وړاندے كړو۔ زه په دې خوشحاله شوے يم چې د بائيډن انتظاميې د دغې سپيناوې كړے چې د كشمير په حقله د هغوي پالېسي نه ده بدله شوې او هغوي نن هم مقبوضه كشمير يوه شخړيزه سيمه او دا يوه حل غوښتونكې مسئله ګرځوي۔ خارجه وزير ووئيل په ګرده نړۍ كښې د كورونا نړيوال چېلنج نه وروستو د نړۍ معيشتونه ځپلې شوي چې له امله ئې په نړيواله كچه يوه معاشي ستونزه رامخې ته شوې ۔ دغسې خليجي هېوادونو كښې د معيشتونو ځپلے كېدو د لاسه د ملازمتونو موقعې كمې شوي او ډېر زيات كسان پاكستان ته بېرته راغلي چې ورسره ګرده نړۍ كښې ایرلائن بزنس هم ستونزو سره مخ شوے۔ ۔شاه محمود قرېشی ووئيل زه څه موده وړاندې متحده عرب امارات ته تللے ووم۔ د يو اے اي خپل همڅنګ سره مې تفصيلي خبرې شوي ۔ خارجه وزير ووئيل د يو اے اي تحفظات پاكستان لپاره مخصوص نه دي مونږ د هغوي تحفظات لرې كوؤ۔ زمونږ خبرې روانې دي او كه لوئې څښتن ته منظور وي نو د بهترۍ امكانات زيات دي۔ هغه ووئيل مشن امن 21 زمونږ لويه كاميابي ده۔ 40 هېوادونه د بحريه په دې مشقونو كښې برخه اخلي۔ هغه ووئيل په بليو اكانومي به د خيالاتو څرګندونه كولې شي او زه به ډېر زر د نېول چيف په بلنه كراچۍ ته لاړ شم
د كشمير په حقله د امريكې پاليسي نه ده بدله شوې٬ امريكا نن هم مقبوضه كشمير يوه منلې شوې شخړه او دا مسئله حل غوښتونكې ګڼي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د بائيډن انتظاميې د سپيناوي هركلے
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria