اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن آف پاکستان لخوا د حق رسېدلي پاليسي هولډر ورور له د 17 لكه روپو لائف انشورنس کلېم نه وركول بد انتظامي ، خوښه نا خوښه او ظالمانه اقدام ګرځولو سره د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د سټيټ لائف كارپورېشن درخواست مسترد كړے او امر ئې كړے چې اداره دې په 30 ورځو كښې دننه پاليسي٬ طريقه كار او د قواعدو او ضابطو له مخې دا معامله حل كړي او شكايت كونكې له دې ريليف وركړي ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاليسي هولډر لخوا د پاليسۍ ترلاسه كولو په مهال د هائپر ټينشن رنځ نه څرګندولو په بابله د سټېټ لائف نقطه نظر مسترد كولو سره دا خبره په ګوته كړې چې د رنځور مرګ د هائپر ټينشن له امله نه د ساه بندېدو او هارټ فېل كېدو له امله شوے٬ هائپر ټينشن يو عامه ناروغتيا ده او د دې رنځور د ھغه كسانو په نسبت چې په دې رنځ اخته نه وي ٬ د يو شمېر لسيزو نه تر زياتې مودې د ژوندي پاتې كېدو امكان لري٬ ځكه دا دې د رنځ پټونه يا ټګۍ سره تعبير نه كړے شي۔ صدر مملکت د حق رسېدلي د ورورو نقطه نظر توثيق كولو سره وئيلي دي ډاؤ ميډيکل کالج او سول هسپتال كراچۍ د ډيتھ سرټيفکيټ له مخې د ارواښاد مرګ د 63 كالو په عمر كښې د هائپر ټينشن له امله نه د ساه بندېدو او هارټ فېل كېدو له امله شوے۔ صدر مملکت وئيلې دي سټيټ لائف د خپل مجاز ميډيكل افېسر د لارې د حق رسېدلي كس د انشورنس نه وړاندې د رنځ درك لګولو كښې پاتې راغلے او دا خبر د کنټريکټ اېکټ د اړوند شق په ضد دے۔ د تفصيلات نه پس صدر د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د سټيټ لائف درخواست مسترد كولو سره امر كړے چې اداره دې په 30 ورځو كښې دننه د پاليسي٬ طريقه كار او قواعدو له مخې معامله حل كړي او شكايت كونكې له دې ريليف وركړي
صدر مملکت د سټيټ لائف انشورنس كارپورېشن لخوا د واجبات نه وركولو اقدام ظالمانه وګرځولو
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب