اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د برتانیه ډپټي اپوزيشن ليډر او د لېبر پارټۍ سينئر لارښودې انجیلا رائینر وئيلي دي ماحولياتي بدلون په بيړه نړۍ متاثره كوي٬ پاكستان د دې وړومبے ښكار ګرځېدلے دے٬ برتانيه د تباهۍ كونكې سېلاب ځپلې پاكستان سره ولاړه ده او د ځپليو مرستې لپاره بشپړه معاونت كوي٬ د كشمير شخره د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قانون له مخې دې حل كړې شي، د لیبر پارټۍ عمر له دا موقف پاتې دے چې د اوږدې مودې دا شخړه د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادنو د لارې د حل كولو ضرورت دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خاص مركه كښې وكړه۔ دې ووئيل د ماحولياتي بدلون او د سېلاب له امله پاكستان كښې د شوي زياني زيان او د املاك تباهۍ له مخې نړۍ له د دې مسئلې تل پاتي حل لټول پكار دے۔ انجیلا رائینر چا چې د برتانيې د هاوس آف لارډز غړي واجد خان سره د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې وه ووئيل په سباٶن كښې د داسې ماحولياتي تباهۍ مخنيوي له په نړيواله كچه په زره پورې هلې ځلې پكار دي ۔ دې ووئيل ماحولياتي بدلون په بيړه نړۍ متاثره كوي او پاكستان د دې وړومبے ښكار ګرځېدلے۔ دې ووئيل برتانيه به راروانه مياشت په مصر كښې د كوپ 27مې غونډه كښې دا مسئله پورته كوي او په نړيوالې ورورولۍ به زور رواړي چې ھغوي د دې مسئلې مخنيوي لپاره تل پاتې حل ولټوي۔ دې هيله څرګنده كړه چې د دې په نتيجه كښې به پاكستان او د نړۍ نورو سيمو ته تل پاتي او منظم ډول زياته مرسته ترلاسه شي څوك چې د ماحولياتي بدلون تباهۍ سره مخ دي۔ دې ووئيل نړۍ له د ماحولياتي بدلون اثرات څخه به د خلقو د سباون حفاظت كول وي ځكه چې دا انسانيت تباه كوي۔ انجیلا رائینر د پاکستان سېلاب ځپليو سيمو ذكر كولو سره ووئيل خلق د لوي سېلاب په سبب سنګين بحران سره مخ دي، تباهي كونكي سېلاب څخه ځان او مال او د ولاړو فصلونو زيان نه علاوه په لكهونو خلق ځپلے شوي٬ د برتانيې حكومت د وړاندې نه ځپليو لپاره 16.5 ميليونه پاٶنډ عطيه كړي۔ دې ووئېل په برتانيه كښې مېشه پاكستانيانو سمدستي د مرستې هلو ځلو په لړ كښې يقين نه كېدونكے كردار ادا كړے۔ شخړيز كشمير كښې د هند د جاري رياستي ترهګرۍ او د پنځم اګست كال 2019 نه پس د هند غېر قانوني ګامونو او د بشري حقونو زياتو شوو خلاف ورزو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل هند له په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو پشمول د نړيوال قوانين پابندي پكار ده۔ دې ووئيل هند له د ملګرو ملتونو د قراردادونو پاسداري پكار ده، پاكستان او هند له دا شخړه حل كول پكار دي ۔ انجيلا ووئېل د پاكستان او برتانيې تر مېنځه تجارتي اړيكې په زياتېدو دي٬ تجارت زياتول د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔ په دې موقع د برتانيې د بالا ايوان غړي لارډ واجد خان ووئيل تباهي كونكي سلاب له له امله د پاكستان په لكهونو خلق بې كوره شوې دي٬ د برتاني حكومت او اولس او په برتانيه كښې مېشته پاكستانيان چې د سېلاب ځپليو څومره مرسته كولې شي كوي به۔ ده ووئيل ما د ډپټي اپوزيشن لیډر انجیلا رائینر سره د سېلاب ځپليو سيمو په سنده كښې د دادو او سېهون دوره كړې٬ مونږ چې په سترګو د سېلاب كومه تباهي ليدلې ھعه د زغملو نه ده ۔ ده ووئيل مونږ به په برتانيه كښې د سېلاب ځاني او مالي زيان او د فصلونو تباهۍ پحقله خبرتيا وركوٶ۔ لارډ واجد خان ووئيل په ماحولياتي بدلون كښې د پاكستان برخه ډېره لږه ده خو پاكستان د دغې نه سخت ځپلے شوے۔ د ماحولیاتی مسئلو حل لپاره په نړيواله كچه د هلو ځلو ضرورت دے ۔ ده ووئيل سېلاب ځپليو لپاره په فنډ رېزنګ كښې هم برخه اخلو دغسې چې د سېلاب ځپليو مرسته دوامداره وساتلې شي۔
ماحولياتي بدلون په بيړه نړۍ متاثره كوي٬ پاكستان د دې وړومبے ښكار ګرځېدلے ٬ د كشمير شخره د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قانون له مخې دې حل كړې شي ۔ د برتانیه ډپټي اپوزيشن ليډر انجیلا رائینر ” اے پي پي” سره مركه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں