اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په ټولنه كښ?? مثبت بدلون لپاره د مولانا ظفر علي خان په صحافتي ميراث عمل كولو ته اړتيا ده۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د مولانا ظفر علي خان ټرسټ چيئرمېن خالد محمود په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔صدر ووئيل مولانا ظفر علي خان اردو ادب او ?? ذمه وار صحافت په وده كښې مهم كردار ترسره كړے ۔مېډيا له په هېواد كښې غېر جانبداره صحافت زياتولو لپاره د مولانا په نظريات عمل كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د مولانا تعليمات د قام تعمير او د فيك نيوز په چېلنج قابو موندلو له مرستياله ګرځېدے شي۔صدر ډاكټر عارف علوي مولانا ظفر علي خان يو رول ماډل ګرځولو سره ووئيل مېډيا له د هغه پيروي كولو ته اړتيا ده۔بايد نوې نسل د صحافت٬ادب٬فن او د تاريخ په څانګو كښې د مولانا د ژوند او كارنامو څخه خبر كړے شي۔پلاوي صدر مملكت له د مولانا ظفر علي خان ميموريل ټرسټ په كردار بريفنګ وركړو۔دغسې پلاوي صدر مملكت د صحافتي او ادبي تصانيف محفوظولو او ودې په اړه د ټرسټ د خذمات نه خبر كړو۔په دې مهال صدر د مولانا ظفر علي خان ادبي تخليقات تحفظ او ودې لپاره د ټرسټ هلې ځلې وستائېلې
په ټولنه كښې مثبت بدلون لپاره د مولانا ظفر علي خان په صحافتي ميراث عمل كولو ته اړتيا ده ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د مولانا ظفر علي خان ټرسټ پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک