اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي 23 مارچ زمونږ په تاريخ کښې يو مهم ګام دے، د لاهور قرارداد د برصغير مسلمانان د يو ستر مقصد لپاره سره يو کړل، د قائد اعظم محمد علي جناح ٬ علامه محمد اقبال او د تحريك آزادۍ لارښودو قربانيو سره د پاکستان د ترلاسه كولو لاره هواره شوه۔ د قرارداد پاکستان ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د پاکستان د پرمختګ او ثبات راز په جمهوريت کښې پټ دې٬ جمهوري روايات خپلولو سره به روادارۍ ٬ همغږۍ او زغم ته وده ترلاسه شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پاكستان معيشت په سم لوري روان دے او مونږ له به د دې لوظ پخلې كول وي چې مونږ به د خپلو مشرانو په نقش قدم تللو سره پاكستان يو عظيم هېواد جوړوؤ۔ ده ووئيل د روان كال په مهال د 75مې كاليزې په موقعه په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غونډه په اسلامي نړۍ كښې د پاكستان د مهم كردار ښكاره څرګندونه ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لاره مخ په وړاندې تلونكې جوړ كړي۔
23مارچ زمونږ په تاريخ کښې يو مهم ګام دے، د لاهور قرارداد د برصغير مسلمانان ستر مقصد لپاره سره يو کړل٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان ورځې په موقعه پېغام
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن