پېښور 13 مئي (اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د پي ټي آئي مشر عمران خان وئېلي دي د هېواد د سباؤن پريكړه كول د اولس حق دے او دې لپاره ضروري ده چې ټول ټاكنې وكړی شي او اولس ته د هېواد د سباؤن د پريكړې موقع وركړې شي۔په مردان كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل هغه د مردان خلقو ته د اسلام آباد په مارچ كښې د ګډون بلنه وركولو لپاره راغلے ۔ده ووئيل چې كله پاكستان جوړ شوے ؤ نو دا نعره لګولې شوې وه چې د پاكستان مطلب څه دے٬لا اله الا الله”مونږ د هغه نبي امتيان يو كوم چې د نړۍ تر ټولو لوي ليډر ؤ ٬كوم چې عرب د راپورته كولو نه پس د نړۍ امام كړے ؤ ٬كه هر څو په هغه دور كښې د دې نه وړاندې د عربو كوم حېثيت نه ؤ ۔عمران خان دعوی وكړه چې كله ما حكومت ترلاسه كړو نو د هېواد معاشي صورتحال خراب ؤ ځكه قرض واخستلے شو۔ده ووئيل چې كله ما د نورو هېوادونو نه پيسې غوښتلې نو سخت شرم به راتللو۔ده ووئيل د كورونا صورتحال له امله هم مونږ ډېرو چېلنجونو سره مخ شو خو مونږ د دې چېلنجونو په مړانه مقابله وكړه۔ده ووئيل مونږ بې وسه خلقو او كروندګرو ته رېليف وركولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي۔د روزګار موقعې مو راپېدا كړي۔په برآمدات كښې مو اضافه كړی او د دې ښې نتيجې رامينځ ته شوي۔عمران خان د سترې محكمې د چيف جسټس څخه غوښتنه وكړه چې د صدر مملكت د خط مثبت ځواب وركړي۔ده د ټاكنو په كمېشن هم نيوكې وكړی او غوښتنه يې وكړه چې د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ د منحرف غړو په ضد كاروائي وكړي۔
د هېواد د سباؤن پريكړه كول د اولس حق دے۔عمران خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز