اسلام آباد۔2 اپرېل(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي پاکستان د ملګرتیا او همکارۍ له لارې د سیمه ایزو مسئلو هوارولو عزم لري٬ د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم مضبوط دې٬ په كنټرول لائن صورتحال سولييز او د اطمينان وړ دې ، د هند كروز توغندي په پاكستان كښې پرېوتو سره د اعلی درجې وسلو سبنالولو حوالې سره د هند د اهليت په اړه تحفظات رامخې ته شوې دي٬ پاكستان د نړۍ په قامونو كښې د يو ذمه وار رياست كردار ترسره كړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خالي په ورځ اسلام آباد سېكورټي ډائيلاګ 2022 ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ خپلو ملي ګټو ته د زيان رسولو نه غېر چين ٬ امريكا او روسيه سره اړيكې پراخا كول غواړؤ دغسې يوكرېن ٬ جاپان ٬ خليجي رياستونه او نور ملګري هېوادونه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره يو ډول اهميت لري۔ د روس یوکرېن ستونزې په اړه د پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان د يوكرېن په شخړه ژور تحفظات لري٬ دواړو هېوادونو له به د شخړې هواري او په صورتحال قابو موندلو له خپل كردار ترسره كول وي۔ پاكستان د جنګ بندۍ غوښتنه كوي۔ د پوځ سرلښكر په افغانستان كښې د بدترينه بشري بحران ذكر كولو سره ووئيل پاکستان افغان حکومت او نورو ګاونډي هېوادونو سره په ګډه كار كوي دغسې چې د افغانستان خاوره د كوم هېواد په ضد ترھګرۍ له د كارول كېدو مخه ونيولې شي۔ ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې په رامخې ته شوي بشري بحران قابو موندلو له د افغانستان مرسته كوي۔ ده ووئيل نړۍ دې افغانستان د ترهګرۍ نوي مركز جوړېدو نه ساتلو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د هندي كروز توغندي په پاكستان كښې پرېوتل د اندېښنې وړ خبره ده ولې چې هند د توغندي لانچنګ نه وړاندې پاكستان سره هېڅ قسم رابطه نه وه كړې۔ دې سره د اعلی درجې وسلو سبنالولو حوالې سره د هند د اهليت په اړه تحفظات رامخې ته شوې دي٬ پاکستان د دې صورتحال د بشپړه پلټنيو غوښتنه كړې ده۔ ده ووئيل پاکستان د نړيوال قانون او اقدارو خيال ساتلو سره په كال 2019 كښې د هېواد د فضائي حدونو خلاف ورزي كوؤنكې ښكته غورځولې شوې هندي الوتكې پائلټ خوشې كړې وو۔ د هندي ناكامه سپرسونك پروجېکټائل لانچ په موقع پاكستان يو وارې بيا د يو ذمه وار رياست كېدو ثبوت وركړې دې۔ د پوځ سرلښكر ووئيل د منطقې سياسي مشرتابه لپاره دا وخت دې چې هغه طرفداري او جذباتي تعصبات يو اړخ ته كولو سره د اوبو بحران په شمول ټولې ستونزې د مذاكراتو د لارې حل كړي۔
پاکستان د ملګرتیا او همکارۍ له لارې د سیمه ایزو مسئلو هوارولو عزم لري٬ د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم مضبوط دې٬ د پاك پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه اسلام آباد سېكورټي ډائيلاګ 2022 ته خطاب
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ