اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د يووالي او تحقيق په شواهدو اډانه په درملنه زور راوړولو سره وئېلي دي چې ډاكټران دې د غريبانو او دړدېدلي انسانيت درملنې لپاره جديد ټېكنالوجي وكاروي٬د ناروغۍ په اړه د وړاندې څخه بچ كېدو تګلاره دې خپله كړې شي٬حكومت د كورونا وبا مقابلې پشمول د هېواد معيشت سنبال كړې٬وزيراعظم عمران خان د كورونا وبا په مهال په هر اقدام كښې د غريبانو خيال ساتلې٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاكستان سوسائټي آف انټرنل مېډيسن د سيوري لاندې په تحقيق اډانه علاج كولو په سرخط دوهم كلن كنفرنس پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل په شواهد اډانه د طب د لارې د رنځورانو درملنه كول د وخت حاجت دے۔ده ووئيل نه يوازې پاكستان كښې بلكې په ټوله نړۍ كښې د كورونا په اېس او پيز عملدرآمد او د ويكسينېشن څخه ډډه كېږي٬په دې تناظر كشې په بېلو هېوادونو كښې مظاهرې شوي دي۔ده ووئيل حكومت د كورونا وبا په مهال د غريب طبقې خيال ساتلې۔وزيراعظم عمران خان په دې مهال په هر اقدام كښې غريب طبقې ته پام لرنه كړې۔ده ووئيل پاكستان د كورونا وبا په مهال د اېس او پيز سره جماعتونه پرانستې ساتلي۔ده ووئيل مونږ په په كال 2000 كښې په 8 لكه كسانو كښې د غاښونو صفا كولو په اړه خبرتيا پېدا كړې۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كورونا په مهال د همدردۍ احساس پېدا كړې٬قام بې روزګاري او بشپړه لاك ډاؤن نه شو زغملې۔په دې مهال اېن سي او سي موثره كردار تسره كړ۔اېن سي او سي په تحقيق اډانه منصوبه بندي كړې او سمارټ لاك ډاؤن يې لګولې۔ده ووئيل دا ليډر شپ دے كومې چې درست پريكړې كوي۔د كورونا وبا په مهال معيشت نه يوازې مستحكم و بلكې د پرمختګ پلو روان شوې۔د كورونا باوجود كاروبار پرمختګ كړې۔ده ووئيل په هېواد كښې د كورونا په ويكسين تحقيق د ستائنې وړ دې۔
ډاكټران دې د غريبانو او دړدېدلي انسانيت درملنې لپاره جديد ټېكنالوجي وكاروي٬د ناروغۍ په اړه د وړاندې څخه بچ كېدو تګلاره دې خپله كړې شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په تحقيق ااډانه د علاج كولو په سرخط د كنفرنس پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن