اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي زمونږ آئيډيل د نبي كريم(ص)شخصيت دے٬د هغه په ښودلې شوې لاره تللو سره به د پرمختګ او كاميابۍ مزل ترسره كوو٬د نبي كريم(ص)د حيات طيبه لوسته هر مسلمان لپاره ډېره ضروري ده٬رحمت اللعالمين(ص)نړۍ ته د وړومبي فلاحي رياست تصور وركړے٬د مدينې رياست د رحم دلۍ په بنياد جوړ شوے ؤ ٬د مذهب ټهيكدار د اسلام غلط تصور وړاندې كوي٬د خپل كردار په لوړ والي به خپل هېواد لوړې كچې ته رسوو٬دلته د سټيوجابز او بل ګيټس په كاميابو كتابونه ليكلې كېږي بايد مونږ د نبي كريم(ص)د ژوند لوسته وك??و چا چې پھ رښتيا يو انقلاب راوستې٬د لوړو زده كړو كميسون ته مو پھ دريو پوهنتونونو كښې د نبي كريم(ص)په ژوند او په اسوه حسنه تحقيق كولو لپاره د چيئرز جوړولو وئېلي دي٬د مذهب د سپكاوي مخ نيوي لپاره د نړيوال كنونشن په لړ كښې احمر بلال صوفي ته ذمه وارۍ وركړی شوي ۔ده دا خبرې د نهې په ورځ نړيوال سيرت كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه د خپلې وېنا په مهال كړې۔وزيراعظم عمران خان پھ كامياب كنفرنس كولو د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬د مذهبي چارو سېكتر ميا مشتاق او د انتظام كوونكو مننه وك??ه او دوي له يې مباركي وركړه۔په سيرت كنفرنس كښې وفاقي وزيرانو د پارلمان غړو٬صوبائي وزيرانو ٬د اسلامي هېوادونو سفيرانو٬د اسلامي هېوادونو سكالرانو او د هېواد هر ډول مكتب فكر سره تعلق لرونكو علماﺀ كرامو٬مشائحو اعظامو٬د سكولونو٬كالجونو او د ديني مدرسو زده كوونكو په ??وي?? شمېره ګډون وك??و۔وزيراعظم كنفرنس ته د راتلوونكو نړيوالو سكالرانو هركلے هم وك??و۔وزيراعظم په خپله وېنا كښې ووئيل نن په دې محفل كښې لويې لويې سكالران ٬علماﺀ كرام او مشائح عظام موجود دي خو زه به د يو زده كوونكي پھ حېث د خپلو خيالاتو څرګندونه وك??م۔ده ووئيل هغه د كركټ په وروستيو ورځو كښې د صوفي ميا بشير د صحبت او د هغه د لارښونې له ??مله ??ين پلو راغب شوے ووم۔د دې نه وړاندې زه يوازې په نوم مسلمان ووم٬د جمعې او اختر لمونځ به مې كولو٬د هغه د لارښونې له ??مله ??لله ??عالٰی په نيغه لاره د تللو توفيق او همت راكړو او دا هله كېږي كله چې تاسو په الله ??اور ولرۍ او د هغې ورځې نه پس ستاسو په ژوند كښې بدلون راشي۔وزيراعظم ووئيل تاسو چې كله ?? ښو چارو پلو روان شې نو لارې آسانې شي خو دا سفر دومره آسان نه وي٬دا د هلو ځلو ابتدا وي٬نيغه لاره مونږ هغه وخت خپله كړو كله چې مونږ د نبي كريم(ص)په اسوه حسنه عمل وك??و۔ده ووئيل د نبي كريم(ص)د حيات طيبه لوسته هر مسلمان لپاره ډېره ضروري ده ٬ هغه رحمت اللعامين ؤ ٬هغه نړۍ ته د وړومبي فلاحي رياست تصور وركړې٬د مدينې رياست د رحم دلۍ په بنياد جوړ شوې ؤ ۔ وزيراعظم ووئېل نبي كريم(ص)او د هغه صحابه كرامو وسيلې نه لرلې خو هغوي سره رحم دلي او د ذمه وارۍ احساس وو هم دا وجه وه چې هغوي د وسيلو نه بغېر فلاحي رياست جوړ كړو او دا يې ممكن كړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د نبي كريم(ص)ټول ژوند د تاريخ يوه برخه ده۔ده ووئيل د لوړو زده كړو كميسون ته مو پھ دريو پوهنتونونو كښې د نبي كريم(ص)په ژوند او اسوه حسنه تحقيق لپاره د چيئرز جوړولو وئېلي دي چې دغسې د دې عظيمې هستۍ د ژوند د ټولو اړخونو احاطه وك??ې شي كوم ډول ژوند چې حضور نبي پاك(ص)تېر كړې ؤ او هغه زمونږ لپاره د لارې مشال دے بايد په دې خبره تحقيق اوشي ٬ ده ووئېل حضور پاك(ص)په 625ﺀ كښې پھ جنګ بدر كښې 313 صحابه كرامو سره برخه اخستې وه او د دغې نه 11 كاله پس په 36ﺀ كښې يې د هغه وخت لويې طاقت سلطنت روما له ماتې وركړه ٬په كوم كښې چې د خالد بن وليد (رض) او د نورو صحابه كرامو كردار زمونږ پھ وړاندې دے ٬ ده ووئېل په 638 كښې په جنګ قادسيه كښې فارس له ماتې وركړې شوه٬د نړۍ دې عظيم انسان(ص)يوازې په 11 كلونو كښې د خپلو ملګرو په ژوند كښې انقلابي بدلونونه راوستي وو٬زما خواهش دې چې زموڼږ پوهنتونونه په دې خبره تحقيق وك??ي چې دا كاميابۍ څنګه ترلاسه شوې وه ۔ عمران خان ووئېل نبي كريم(ص)ته د نبوت وركړې كېدو نه يوازې 30 كاله پس اسلام په هند٬مينځنۍ آسيا او تر مراكش خپور شو ٬مونږ له ??پل اولاد ته دا ښودل دي۔وزيراعظم ووئيل نبي كريم(ص)چې د كوم رياست او د كومې ټولنې بنياد اېښې ؤ په دې كښې وړوكې انسان لويې كړی شوې ؤ۔د خلقو يره لرې كړی شوې وه٬په نړۍ كښې تر نن وخته داسې ليډر نه دې تېر شوې چې تعليمات يې تر اوږدې مودې خلق متاثره كړی او په سبون كښې هم داسې وك??ي۔وزيراعظم ووئيل مغرب د فلاحي رياست تصور په هسپانيه كښې د مسلمانانو د رياست د تصور نه ترلاسه كړی۔دلته د سټيوجابز او د بل ګيټس په كاميابو كتابونه ليكلې كېږي بايد مونږ د نبي كريم(ص
زمونږ آئيډيل د نبي كريم(ص)شخصيت دے
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena