اسلام آباد 17جنوری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د افغان اولس وخت مرسته ضروري ده٬د افغان قيادت ټاكنه د افغانستان اولس حق دے٬پاكستان يو خوشحاله او مستحكم افغانستان له خوښي لري۔د كل په ورځ د افغانستان په اړه راجوړ آل پارټيز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل افغان اولس دا مهال د يو سخت وخت څخه تېرېږي٬د امريكې انخلا نه پس په افغانستان كښې اولس د خوراك٬داروګانو او نورو ضروري څيزونو كمي سره مخ دے ۔سپيكر ووئيل د افغان اولس په وخت مرسته ضروري ده۔د افغانستان قيادت د افغانستان اولس حق دے۔د پاك افغان رابطو ودې او دوه اړخيزه تجارت كښې رامخې شوو خنډانو لرې كولو لپاره د پاك افغان فرينډ شپ ګروپ ايګزېكټو كمېټي جوړه كړی شوې۔سپيكر ووئيل ايګزېكټو كمېټۍ په اولسي كچه د رابطو ٬دوه اړخيزه تجارت زياتولو او ټرانزټ ټرېډ كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات پورته كړي٬افغان اولس ته رامخې ته شوې مسئلې په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره د پاكستان موجوده حكومت د ا و آئي سي هېوادونو كنفرنس كړے ۔سپيكر اسد قيصر ووئيل د پاك افغان فرينډ شپ ګروپ ايګزېكټو كمېټۍ په سفارشات افغان وګړو لپاره د پاكستان ويزې جاري كولو شرائط آسان كړے شوي ٬پاكستان د يو خوشحاله او مستحكم افغانستان خوښي لري
د افغان اولس په وخت مرسته ضروري ده٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د افغانستان په اړه آل پارټيز كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی