اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي او آئي سي بائد د اسلامي نړۍ د پخوانو شخړو فلسطين او جمو كشمير هواري لپاره په ګډه فعاله كردار ترسره كړي٬ترهه ګري يوه لويه نړيواله خطره ده چې په نتيجه كښې ئې زياتره مسلمانان ځپلې كېږي٬د اسلامي امت پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ وده مهمه ده٬پاكستان به د او آئي سي مقاصد ترلاسه كولو لپاره خپل ملاتړ روان ساتي او د امت د ګټې او ت??فظ لپاره به فعاله كردار ترسره كوي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر ډاكټر يوسف احمد سره د خبرو په مهال وكړې چا چې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر د هغه پاكستان ته په وړومبي ځل د راتګ هركلے وكړو او د او آئي سي او اسلامي ه??وا??ونو لخوا يې د مقبوضه جمو كشمير د اولس خپلواكۍ حق په حقيقت بدلولو له د يو والي څرګندونه وستائله ۔اولس مشر د او آئي سي لخوا جمو او كشمير ته د خپل استازي لېږلو لپاره د هندي حكومت څخه د آسانيو د تقاضې په اړه د اوسني اقدام ستائنه وكړه۔اولس مشر ووئيل د او آئي سي د آ??اد او بشري حقونو د مستقل كميسون پلاوي تېره مياشت آ??اد جمو كشمير او د كنټرول لائن ته تږ مهم ؤ او هيله ده چې راپور به ئې ډېر معتبر او د قبلولو وړ وي۔ده عمومي سېكتر ته ووئيل دا راپور دې ټولو غړو ه??وا??ونو ٬د نړۍ مهمو سرښارونو او اړوندو نړيوالو غړو ته ورسولې شي چې دغسې د كشميري اولس د تكليفونو او د هغوي د خپلواكۍ د حق نه پرله پسې انكار په ډاګه كړې شي۔اولس مشر ووئيل ترهه ګري يوه لويې نړيوال خطره ده خو له بده مرغه د دې څخه ز??ات مسلمانان ځپلې كېږي بايد د او آئي سي پلېټ فارم د انتهاخوښۍ او ت??هه ګرۍ په ضد بيانيه وركولو لپاره پكار راوستې شي ځكه چې د او آئي سي لخوا په راتلونكي بيانيه به ډېره د قدر او قبلولو وړ وي۔اولس مشر ممنون حسېن د مسلمانانو او په خاص توګه د مسلمانانو اقليتونو په ضد د نسلي او مذهبي امتياز او د تشدد په ز??اتو شوو پېښو اندېښنه ښكاره كړه او عمومي سېكتر ته يې ووئيل د نړۍ پام دې ته راوګرځوې۔ده ووئيل د اسلامي نړۍ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ وده ډېره مهمه ده۔پاكستان په دې لړ كښې د او آئي سي د غړو ه??وا??ونو ت??مينځه د مرستې ودې لپاره پوخ عزم لري۔اولس مشر ووئيل پاكستان به په ستمبر 2017 كښې په آستانه كښې كېدونكي د سائنس او ټېكنالوجۍ د او آئي سي مشرانو كنفرنس كولو له هر ډول ممكنه مرسته كوي۔اولس مشر ډاكټر يوسف احمد ته د او آئي سي د عمومي سېكتر د چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او باور ئې څرګند كړو چې هغه به د خپلې پراخا تجربې او د علم په سوب د تنظيم ښه مشري وكړي۔په دې موقع ډاكټر يوسف احمد ووئيل د كشمير شخړه د او آئي سي د ايجنډې په سر ده۔ده پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو او د هندي ځواكونو لخوا د بې ګناه انسنانو سره په غېر انساني سلوك اندېښنه ښكاره كړه۔هغه ووئيل او آئي سي به د كشمير او فلسطين شخړو هواري لپاره د اولس د هيلو له مخې خپل كردار ترسره كوي۔هغه ووئيل پاكستان د اسلامي نړۍ يو مهم او وتلې غړے دے۔د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي
او آئي سي بائد د اسلامي نړۍ د پخوانو شخړو فلسطين او جمو كشمير هواري لپاره په ګډه فعاله كردار ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز