اسلام آباد 19جنوري (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارت سفير حماد عبيد ابراهيم الزابي د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔د امارات سفير د جنورۍ په 17مه نېټه د حوثي مليشيا لخوا د ابوظهبي په ښارونو كښې د ډرون بريدونو په نتيجه كښې د پاكستاني وګړي په مړينه غمرازي ښكاره كړې او د پاكستاني قيادت لخوا د يو والي په څرګندونه كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه كړې۔خارجه وزير د حوثي ملېشياﺀ لخوا د ابوظهبي په ښارونو كښې د ترهه ګرۍ بريدونو سخته غندنه وكړه او د دې ترهه ګرۍ په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه او وې وئېل وزيراعظم عمران خان د ابوظهبي ولي عهد سره ټېليفوني تماس نيولے او په ابوظهبي كښې يې د شوو ډرون بريدونو سخته غندنه وكړه۔خارجه وزير ووئيل زما تېره ورځ د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبدالله بن زيد النهيان سره په دې اړه تفصيلي خبرې شوي او ما په دې بريدونو كښې په حق رسېدليو پاكستانو هېواد ته د بېرته راوړلو او د ژوبل شوو علاج معالجې لپاره د امارات حكومت په بشپړه هڅو د هغوي مننه كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستان د متحده عرب امارات سره ولاړ دے۔مونږ د متحده عرب امارات حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو او دا ترهه ګر بريدونه د متحده عرب امارات په خپلواكۍ او سالميت بريدونه ګڼو۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د متحده عرب امارات سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا