اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د بحريه ټاؤن كراچۍ لخوا د خپلو زمكو څخه خلق په زور د ويستلو ٬ د جمو او كشمير هاؤسنګ سوسائټۍ او د سېنېټ كوآپريټو هاؤسنګ سوسائټۍ كښې د كرپشن معامله اړوندې قائمه كمېټۍ ته سپارلې ده او ايوان ته وئېلي شوي چې په جمو او كشمير هاؤسنګ سوسائټۍ كښې د 26 اربه روپو د غبن كيس نېب ته لېږلے شوے۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مهرين رزاق بهټو٬اقبال محمد علي خان او فهيم خان د پوښتنو په ځواب كښې د كورنيو چارو پارليماني سېكرټري شوكت علي ووئېل د جمو او كشمير هاؤسنګ سوسائټۍ كيس نېب سره دے٬په دې كښې اېف آئي آرز شوي ٬په اسلام آباد كښې تر 24 كوآپرېتو سوسائټۍ شته ٬مونږ د ځينو سوسائټو لپاره آؤټ پلان ختم كړے۔ده ووئيل كوم پرائيوېټ كس چې غبن كړے نو په ګوته دې كړے شي۔۔فهيم خان ووئيل د بحريه ټاؤن كراچۍ فائېلونه خرڅ شوي ٬ هلته قبضه مافيا وګړي بې دخله كوي٬ادارو سره په ګډه خلق د خپلو زمكو نه وباسي۔شوكت علي ووئيل په دې اړه د صوبائي حكومت څخه رپورټ غوښتلے شوے ۔سپيكر ووئيل د دا درې واړه پوښتنې كمېېټۍ ته لېږو۔شوكت علي ووئيل كوآپرېټو هاؤسنګ سوسائټي د نجي طرز پشان وي٬حكومت د دې رجسټرېشن كوي۔ډي سي درې كاله پس د دې انتظاميې الېكشن كوي٬د كلن آډټ كار ډي سي كوي٬د حكومت وړومبې ترجيحات د كرپشن په ضد غږ پورته كول دي۔خرم نواز ووئيل سېنېټ د كوآپريټو هاؤسنګ سكيم څخه ټول تفصيلات غوښتې دي٬د نېشنل اسمبلۍ هاؤسنګ سوسائټۍ څخه هم وړومبې رېكارډ طلب شوے ؤ
د بحريه ټاؤن كراچۍ لخوا خلق د خپلو زمكو څخه په زور ويستل ٬د جمو او كشمير هاؤسنګ سوسائټۍ او د سېنېټ كوآپريټو هاؤسنګ سوسائټۍ كښې د كرپشن معامله اړوندې كمېټۍ ته وسپارلې شوه
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil