اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې الېكشن كمېشن د مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند اكاؤنټس ته رسنې له زما خواست منظور كړے دے٬ په راتلونكو ورځو كښې به زيات انكشافات وشي ، اوس به د پي ټي آئي فنانشنل اېكسپرټس او چارټرډ اكاؤنټنټ دواړه د سياسي ګوندونو د اكاؤنتس كره كتنه كولې شي او په راتلونكو ورځو كښې به بلها انكشافات وشي۔ هغه د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره خبرې كولې ۔ وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل په خپل اكاؤنټس كښې كروړونه روپۍ جمع كوؤنكي خلك څوك دي ؟ چې كله مو معلومات وكړل نو دا اكاؤنټس د پيپلز ګوند او ن ليګ وو۔ هغه ووئيل چارټرډ اکاؤنټنټ فرم او مونږ څخه نون ليګ خپل اكاؤنټس پټول غوښتل٬ نون ليګ مافيا څخه خپلو ګټو لپاره پېسې اخلي۔ هغه ووئيل بلاول ته به اوس معلومه شي چې د هغه د ګوند څومره جعلي اكاؤنتس دي۔ هغه ووئيل د نواز شريف اكاؤنټس مني لانډرنګ لپاره هم وكارولې شؤ ٬ مونږ به ټول حقائق اولس ته وړاندې كړؤ۔ هغه ووئيل د سټېټ بېنك لمخې د پيپلز ګوند 7 او د ن ليګ 12 اكاؤنټس دي۔ هغه د الېكشن كمېشن لخوا د ن ليګ او پيپلز ګوند اكاؤنټس ته د رسېدو پرېكړه خوشبينه ګڼلو سره ووئيل ن ليګ او پيپلز ګوند پارټي اكاؤنټس ته د رسېدو سخت مخالفت كړې ؤ٬ نن د الېكشن كمېشن پرېكړې سره نون ليګ او پيپلز ګوند ته ماتې شوې ده۔ هغه ووئيل بېنظير بھټو په خپل كتاب كښې ليكلې وو چې نواز شريف زما د حكومت ختمولو له اسامه بن لادن څخه پېسې اخستې وې۔ هغه ووئيل بلاول ته به اوس معلومه شي چې د هغه د ګوند څومره جعلي اكاؤنټس دي۔ هغه ووئيل د سټېټ بېنك آف پاكستان لخوا د سكروټني كمېټۍ كښې د جمع كړې شوي ريكارډ لمخې د ن ليګ 12 او د پيپلز ګوند 7 جعلي اكاؤنټس دي۔
الېكشن كمېشن د مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند اكاؤنټس ته رسنې له زما خواست منظور كړے دے٬ په راتلونكو ورځو كښې به زيات انكشافات وشي۔ د اطلاعات وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت